د پاکستان د بلوچستان صوبې په دکۍ سيمه کې د ماينونو په ساتنه مامور په اېف سي ځواک بريد کې د اېف سي يو عسکر وژل شوی او درې نور ژوبل شوي دي.
پوليس چارواکو ویلي په دکۍ کې په اېف سي چوکۍ د ګل، دوشنبې، په شپّ د وسله وال بريد ته د اېف سي اهلکارو فوري ځواب ورکړی او د مرستې دپاره یې نور اهلکار غوښتي وو.
د چارواکو په خبره، د اېف سي نور اهلکار موقعې ته رسېدلي، د وسله والو یې په ګاډي ډزې کړي، په بريد کې د اېف سي یو عسکر ووژل شو او درې نور ژوبل شوي او هسپتال ته منتقل کړی شوي دي.
په سمدستي ډول د بريد زمه واري چا نه ده منلې.
د دکۍ پوليسو يو چارواکي د وي او ای ډيوه خبريال حفيظ الله ستوري شېراني ته ویلي، په دغه ډول بريدونو کې بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډلې لاس لري.
د چارواکي په خبره، په روژه کې د دکۍ څخه د سکرو د ماينونو نهه مزدوران تښتول شوي وو او تر اوسه نه دي خوشي کړل شوي.
پوليس اهلکار د نوم نه ښکاره کولو په شرط ويلي، بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډله (بي اېل اې) د سکرو د کانونو د مالکانو نه قلنګ او پېسې غواړي چې پېسې دې ورکړي بيا به یې مزدوران خوشي کړي. پاکستان او امریکې بي اېل ای ترهګر تنظیم ټاکلی دی.
د پاکستان ناارامه ضلع بلوچستان کې وخت په وخت د ناامنۍ پېښې کيږي، په امنيتي اهلکارو بريدونه کيږي او د زياترو زمه واري بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډلې مني.
د دې ترڅنګ د سکرو په ماينونو کې هم اکثره د ګېس چادونو او کانونو کښېناستو پېښې کيږي او مزدورانو ته پکې مرګ ژوبلې اوړي.
Forum