لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: حېدر اباد کې د قران د مبینه سپکاوي په تور یو هندو تن نيول شوی


د انساني حقونو تنظیمونه وايي په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي قوانین زیاتره په غلط ډول استعمالېږي او اکثر ترې مذهب اقلیتونه په منفي ډول متاثره کېږي
د انساني حقونو تنظیمونه وايي په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي قوانین زیاتره په غلط ډول استعمالېږي او اکثر ترې مذهب اقلیتونه په منفي ډول متاثره کېږي

د پاکستان سند صوبې په حېدر اباد ښار کې يو هندو تن د قران د مبینه سپکاوي په تور نيول شوی او قهرجنو خلکو په تاڼه د ورختلو او په دغه تورن د حملې هڅه کړې خو پولیس وايي ګرفتار تن یې بچ کړی دی.

د حېدر اباد د کېنټ تاڼې پوليس مشر [اېس اېچ او] اعجاز لاکهو ياده پېښه تاييدوي چې يو هندو تن [صفايي کوونکی] یې د قران د سپکاوي په تور نيولی، نن د ګل/ دوشنبې په ورځ [] عدالت ته وړاندې کړی شوی او پلټنې يې روانې دي.

په حېدر اباد کې په هندو تن د مذهب د سپکاوي د الزام لګېدو خبر په داسې حال کې مخې ته راغلی چې د خېبر پښتونخوا په بونير ضلع کې سيک سیکانو احتجاج کړی او ویلي يې دي د ټولنې يوه جينۍ په زور مسلمانه کړی شوې او واده کړی شوې ده او پولیسو د دوی مقدمه نه ده درج کړې خو پولیس دغه تور ردوي او په ټولنيزو رسنيو خپره شوې يوه ويډيو کې دغه جينۍ وايي هغې په خپله خوښه واده کړی دی.

د حېدر اباد په کېنټ تاڼه کې درج شوې مقدمې ترمخه هندو تن باندې يو ځاي مسلمان دوکاندار د قران د سپکاوي تور لګولی وو او پولیسو د دې پرضد د مذهب سپکاوي قانون ترمخه مقدمه هم درج کړې وه.

او وروسته چې قهرجن خلک راوتلي اړی ګړی یې جوړولو په يوه ودانۍ يې بريد کولواو په کار سرکار کې يې مداخلت کولو پرضد پرضد پوليسو کاروايي کړې ده.

د خلکو لخوا په ودانۍ ورختلو ويډيو په ټولنيزو رسنیو هم خپره شوې ده.

د کېنټ تاڼې پولیس مشر وايي، په دغو کسانو کې هم د 40 پورې کسان نيول شوي او مقدمې پرې درج کړی شوي دي، پولیس افسر دغه کسان عدالت ته وړاندې شوي او د ځايي ميډيا ترمخه دغه کسان په ضمانت خوشي شوي دي.

پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن هیومن رايټس کمیشن آف پاکستان یو غړی ندیم انتهوني د مذهب سپکاوي قانون غلط استمال پحقله وایي، پاکستان کې اکثر له دې قانون استمال د ذاتي ګټو او ذاتي‌دښمنو کې کیږي او دې تازه پیښه کې تورن تن خو بچ کړی شوی دی خو ژوند ته به یې خطر هر وخت بیا هم موجود وي.

ندیم انتهوني‌وایي دلته د دې قانون غلط استمال او ودرولو د پاره ضروري ده چې دلته نه دا فکر ختم کړی شي چې ګنې هر غېر مسلمان به د اسلام سپکاوی کوي.

د سيند صوبې يو وزیر سعيد غني وايي، دا بد مرغي ده چې په ملک کې روانه ده خلک د خپلو شخصي جګړو دپاره د توهين رسالت قانون کاروي او خلک پرې راپاروي.

هغه وويل دا د ټولنې دپاره ډېر خطرناک عمل دی د کوم څه تاوان چې نه يواځې ټولنې ته بلکې په نړيواله کچه پاکستان ته هم اوښتی دی.

د نوموړي په خبره، که د توهين رياست په سمه توګه نه کارېدو مونږ مخنيوی کوو نو یوه طريقه یې دا ده چې څوک په دغه لړ کې په چا د دروغو تور ولګوي او هغه دروغ ثابت شي نو په دغه تن دې بيا د توهين رسالت قانون په دغه تن ولګول شي، ډېرې پېښې داسې شوي چې د پلټنو نه معلومه شوې چې د شخصي ګټو دپاره دغه تور لګول شوی او په لږکيو هم لګول شوي دي.

هغه وويل دا يوه حساسه موضوع ده علماو کرامو له پرې ناسته پکار ده چې د دې مسلې مخنيوی وشي.

تیر کال پاکستان کې د مذهب سپکاوي په تور د پنجاب په سيالکوټ ښار کې یو سري لنکن وګړی وژل شوی وو.

د اسلامي نظرياتي کونسل د مشر قبله ایاز په خبره په پاکستان کې دا حالات ورځ تر بلې نور خرابيږي، او د دې د قابو کولو دپاره به ممبر او جومات سره میډېا او ریاست ته به هم خپل کردار لوبول وي او تندروه فکر به هم ختمول وي.

پاکستان کې د مذهب د سپکاوي قانون استمال يواځې د غېر مسلمانانو خلاف نه د مسلمانانو پرضد هم شوی دی.

د پنجاب صوبې پخوانی ګورنر سلمان تاثیر چې د مذهب د سپکاوي د قانون په غلطه توګه کارولو په لړ کې په ياد قانون کې د بدلون خبره کړې وه، او هغه بيا په کال 2011 کې سلمان تاثیر د خپل ساتونکي پولیس ممتاز قادري لخوا په ډزو وژل شوی وو.

پاکستان کې د مذهب سپکاوي قانون ترمخه په جرم ثابتېدو د مرګ سزا ده او عدالتونو د مذهب د سپکاوي په مقدمو کې یو شمېر کسانو ته سزاګانو اورولي هم دي خو عملي شوي نه دي البته په دغه تور د قهرجنو خلکو په خپل لاس خلک وژل شوي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG