لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان:په پوځ ځانمرګي برید کې دڅلورو پوځي افسرانو په ګډون 12کسان ژوبل شوي،یو وژل شوی


دپولیسو مشر وایي پولیسو ته دپېښې دځائ څخه دځانمرګي تن سر اؤ د وجود نور ې برخې په لاس ورغلي اؤ پولیسو دغلته نه نور شهادتونه هم راغونډ کړي دي چې دهغې په اساس به دپېښې پلټنې کیږي
دپولیسو مشر وایي پولیسو ته دپېښې دځائ څخه دځانمرګي تن سر اؤ د وجود نور ې برخې په لاس ورغلي اؤ پولیسو دغلته نه نور شهادتونه هم راغونډ کړي دي چې دهغې په اساس به دپېښې پلټنې کیږي

دافغانستان دپولې ترڅنګ دخېبر پښتونخوا په قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان میران شاه کې دپوځ په یو ګاډي ځانمرګي برید شوی چې پکې دڅلورو پوځي افسرانو په ګډون دولس کسان ژوبل شوي اؤ یو عام تن وژل شوی دی.

دا پېښه دچهارشنبې په ورځ دمیران شاه نه دلویدیځ په لوري د سرګردان نومې پوځي پوستې ترڅنګ هغه مهال شوې چې دپوځي ګاډو یو کاروان په سړک تېریدو اؤ په موټر سایکل ناست ځانمرګي تن یې ترڅنګ ځان الوځولی دی.

دشمالي وزیرستان دپولیسو ضلعي مشر یا ډي پي او ښاغلي فرحان خان وي او ای ډیوه ته پخلی کړی چې دا یو ځانمرګي برید ؤ اؤ برید کوونکي خپل ځان دپوځیانو دګاډي ترڅنګ الوځولی دی.

د ډیوه خبریال عثمان خان سره خبرو کې دپولیسو ضلعي مشر ویلي دې ځانمرګي برید کې اته ملکي وګړي اؤ څلور پوځي افسران ژوبل شوي‌ دي اؤ ددې ترڅنګ یو عام وګړی وژل شوی هم دی.

هغه ویلي دپېښې سره سم پولیس اؤ نور امنیتي ځواکونه دپېښې ځائ ته رسیدلي اؤ پلټنې یې پیل کړې دي.

دپولیسو مشر وایي پولیسو ته دپېښې دځائ څخه دځانمرګي تن سر اؤ د وجود نور ې برخې په لاس ورغلي اؤ پولیسو دغلته نه نور شهادتونه هم راغونډ کړي دي چې دهغې په اساس به دپېښې پلټنې کیږي.

ښاغلي فرحان خان وویل په پېښه کې ژوبل پوځي افسران اؤ عام وګړي دعلاج لپاره هسپتالونو ته وړل شوي دي.

دشمالي وزیرستان سره تعلق لرونکی په پېښور کې میشت خبریال ښاغلي ناصر داوړ بیا وي او ای ډیوه سره خبرو کې ویلي هغه ته دسیمې نه دترلاسه شوؤ معلوماتو له مخې په دې برید کې نهه پوځیان ژوبل شوي دي چې د ځینو حالت پکې مرګونی دی.

دناصر داوړ په خبره پېښه کې زیات شدید زخمیان د بنو پوځي روغتون ته دعلاج لپاره وړل شوي دي اؤ کوم چې نارمل زخمیان دي هغوئ دمیران شاه قلعې دننه روغتون کې بستر کړل شوي دي.

په سمدستي توګه ددې برید پړه لا کومې وسله والې ډلې پغاړه نه ده اخستې خو تیره میاشت تحریک طالبان پاکستان حکومت سره د اوربند ماتولو په امنیتي ځواکونو دبریدونو اعلان کړی ؤ اؤ خپلو وسله والو ته یې امر کړی ؤ‌ چې په هره سیمه کې باید امنیتي ځواکونو باندې بریدونه پیل کړي.

دټي ټي پي لخوا د اوربند ماتولو له اعلان وروسته دغه وسلې والې ډلې دخیبر پښتونخوا صوبې په بیلابیلو سیمو کې په امنیتي ځواکونو دشوؤ بریدونو پړه پغاړه اخستې ده خو دا وړومبی ځل دی چې په پوځ ځانمرګي برید هم وشو.

څېړونکي وایي په دې وروستیو کې چې دپاکستان دحکومت اؤ تحریک طالبان پاکستان تر مینځ دسولې کوم مذاکرات شوي وؤ اؤ دهغې په نتیجه کې دواړو خواؤ اوربند اعلان کړی ؤ په دې اوربند کې ټي ټي پي ځان نور هم منظم کړی اؤ پیاوړی کړی دی اؤ اوس هغوئ یو ځل بیا دخیبر پښتونخوا بیلابیلو سیمو ته خپل نیټ ورک خور کړی دی.

دخیبر پښتونخوا حکومت ویاند اؤ طالبانو سره په د ریاست لخوا په مذاکراتو دبوختې جرګې مشر بیرسټر سیف تېره اوونۍ پخپله یوه مرکه کې ویلي وؤ طالبان که ټوپک پورته کوي نو ځواب به یې په ټوپک ورکول کیږي اؤ که مذاکراتو ته کښیني نو حکومت تیار دی چې دمذاکراتو عمل ورسره پرمخ یوسي.

یادونه: د دې خبر ځینې معلومات د خبریال عثمان خان نه هم اخیستل شوي دي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG