لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پولیس: په ډېره اسماعيل خان کې دوه مشکوک ترهګر وژل شوي


د ډېره اسماعیل خان پولیسو یو افسر ډي ایس پي محمد عدنان وویل د صدر تاڼې په حدودو کې د امن لښکر رضاکارو او وسله والو ترمینځ د ډزو تبادله شوې ده. چې پکې دوه مشکوک برید کوونکي وژل شوي دي

د خېبرپښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې پوليس ویلي دوه برید کوونکي وژل شوي او په لکي مروت ضلع کې د امنیتي ځواکونو په موټر حمله کې شپږ امنیتي عسکر ژوبل شوي دي.

پولیس ویلي د نهې/ سه شنبې په ورځ په ډېره اسماعېل خان کې د امن لښکر په دفتر برید کوونکي دوه تنه وژل شوي او په لکي مروت ضلع کې د امنیتي عسکرو په ګاډي وسله وال برید شوی دی.

د ډېره اسماعیل خان پولیسو یو افسر ډي ایس پي محمد عدنان وویل د صدر تاڼې په حدودو کې د امن لښکر رضاکارو او وسله والو ترمینځ د ډزو تبادله شوې ده. چې پکې دوه مشکوک برید کوونکي وژل شوي دي.

هغه وویل د وژل شوو کسانو پېژندګلو نه ده څرګنده شوې خو د هغوی د قبضې نه وسله او نور چاودیدونکي مواد تر لاسه شوي دي.

هغه زیاته کړه دوی د وژل شوو کسانو جسدونه له ځانه سره وړي تر اوسه د دوی پیژندګلو نه ده شوې او په دې اړه له نادرا څخه مرسته غوښتل شوې ده.

تر دې مهاله دې برید زمه واري چا په غاړه نه ده اخستې خو د پولیسو افسر وایي نامالومه کسان په موټرسایکل رکشه کې راغلي وو او هڅه یې کوله چې په عرفان کالونۍ کې د امن لښکر مشر نور عالم مسید په دفتر برید وکړي.

هغه زیاته کړه چې د امن لشکر مشر او د هغه وراره سراج مسید د برید په مهال په دفتر کې موجود وو.

د بولیسو افسر وویل د ډي ايي جي په مشرۍ د ډي ايي خان پولیسو مشر ډي پي او او سي ټي ډي ايس پي د پېښې پلټنې پېل کړې دي .

بل لورته لکی مروت کي پرون د امنيتي ځواکونو په ګاډي شوي حمله کې شپږ عسکر ژوبل شوي دي.

د لکي مروت پولیسو ویاند شاهد حمید وویل امنيتي عسکر هغه مهال ژوبل شول کله چې وسله والو د لکي مروت په میانوالي سړک پير والا موړ سیمه کې ددوي په ګاډي بريد وکړو.

د ویاند په وینا تندلارو د امنیتي عسکرو په ګاډي د توغندیو او وسلو بريد کړى چې پکې ګاډی په بشپړه توګه زيانمن شوی او د لومړیو مالوماتو له مخې د پاکستان پوځ شپږ عسکر پکې ژوبل شوي دي.

هغه وویل له بريد وروسته امنيتي ځواکونو او پوليسو په سيمه کې د بريدکونکو د نيولو لپاره لټون عملیات پيل کړې دي.

تحریک طالبان پاکستان د دغه برید زمه واری منلې او پوځي عسکرو د ته ګڼو مرګ ژوبلو زیان اړولو دعوه کړې خو د پاکستان پوځ په دې اړه څه نه دي ویلي

لکي مروت د خېبرپښتونخواهغه جنوبي ضلعه ده چې پوله يې د پنجاب میانوالي د د خېبرپښتونخوا د کرک، ډیره اسماعیل خان بنو، ټانک تر څنګ قبایلي ضلعو جنوبي او شمالي وزیرستان سره لګېدلې دي.

تر دې پېښې یو ورځ وړاندې په عبدالخېل سیمه کې د پولیسو ډي ایس پي اقبال مومند په ګاډي چاودنه شوې وه.

پولیسو ویلي وو په چاودنه کې افسر او عسکرو ته کوم زیان نه وو اوښتی او ځوابي ډزو کې د یو برید کوونکي د وژلو دعوه شوې وه.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG