لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان: په هدفي برید کې یو پولیس وژل شوی


File Photo
File Photo

امنیتي سرچینې وایي د افغانستان سره په پوله پرته د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان کې وسله والو په یو هدفي برید کې یو پولیس وژلی دی.

د سیمې نه امنیتي سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي دا پېښه د اتوار په وزیر د شمالي وزیرستان په شوا تحصیل کې رامنځته شوې ده.

سرچینې زیاته کړه په سیمه کې د عبدالرحیم په نوم یو پولیس عسکر له ډیوټۍ ترسره کولو وروسته کور ته روان ؤ چې د کور سره نزدې پرې نامعلومه وسله والو ډزې کړي اؤ هغه یې وژلی دی.

پولیس وایي له پېښې وروسته وسله وال له سیمې تښتیدلي، پولیس موقعې ته رسېدلي اؤ د پېښې پلټنې یې پیل کړي دي.

په سمدستي توګه ددې برید ذمه واري چا پغاړه نه ده اخستې خو تر دې وړاندې چې په شمالي وزیرستان اؤ نورو قبایلي ضلعو کې په امنیتي عسکرو څومره بریدونه شوي هغې کې د زیاترو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان یا هم وسله والې ډلې داعش پغاړه اخستې ده.

په دې وروستیو کې په شمالي اؤ جنوبي وزیرستان کې د هدفي وژنو اؤ په امنیتي ځواکونو د بریدونو لړۍ زیاته چټک شوې اؤ تېره اوونۍ هم په شمالي وزیرستان کې د یو اقلیتي وګړي په شمول دوه کسان د نامعلومه وسله والو لخوا په هدفي بریدونو کې وژل شوي وؤ.

همدا شان د مئ په ‏‎21‎مه نېټه هم شمالي وزیرستان کې د یو ځایي خبریال کامران داوړ په ګډون څلور کسان په هدفي پېښو کې وژل شوي وو.‏

ځایي خلک وایي په سیمه کې له ضرب عضب پوځي عملیاتو راپدېخوا په سلګونو کسان په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي خو پولیس بیا وایي دلته چې ځینې خلک په شخصي دښمنیو کې هم ووژل شي نو خلک ورته د هدفي وژنې نوم ورکوي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG