لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور کې د پوليو په ضد کمپائن پېل شوی


 د پوليو کمپائن په مهال به د نهو نورو ناروغو ويکسين ورکولی شي او د ډينگي تبې نه د ځان بچ ساتلو طريقې هم ښودل کيږي .
د پوليو کمپائن په مهال به د نهو نورو ناروغو ويکسين ورکولی شي او د ډينگي تبې نه د ځان بچ ساتلو طريقې هم ښودل کيږي .

د خيبرپښتونخوا په مرکزي ښار پېښور کې د صحت انصاف پروگرام لاندې د پوليو په ضد کمپائن نن د اتوار په ورځ پېل کړی شوی دی . د صوبې د چارواکو په وينا د پوليو کمپائن په مهال به د نهو نورو ناروغو ويکسين ورکولی شي او د ډينگي تبې نه د ځان بچ ساتلو طريقې هم ښودل کيږي

د خيبرپښتونخوا په مرکزي ښار پېښور کې د صحت انصاف پروگرام لاندې د پوليو په ضد کمپائن نن د اتوار په ورځ پېل کړی شوی دی . د صوبې د چارواکو په وينا د پوليو کمپائن په مهال به د نهو نورو ناروغو ويکسين ورکولی شي او د ډينگي تبې نه د ځان بچ ساتلو طريقې هم ښودل کيږي .
د چارواکو په وينا پېښور کې د پوليو په ضد د کمپائن په مهال د امنيت کلک تدابير نيول شوي او په ښار کې د موټرسائيکل په غبرگه سورلۍ بندېز لگؤل شوی دی .
د راپورونو ترمخه ډپټي کمشنر پېښور ظهيرالاسلام وئيلي نن د اتوار په ورځ به ښار کې د سحر اته بجو نه تر مازيگرپينځه بجو پورې د موټر سائيکل په غبرگه سورلۍ بندېز وي .
پېښور ښار کې له دې وړاندې دوه ځله د پوليو په ضد کمپائن د سيکيورټۍ له کبله ځنډول شوی وو .
د جمعې په ورځ د خيبرپښتونخوا د صحت وزير شوکت يوسفزي يو خبري کانفرنس ته په وينا کې وئيلي ؤ ، د پوليو په ضد د کمپائن په لومړۍ مرحله کې به د ښار په 50 يونين کونسلو کې ماشومانو ته د پوليو د قطرو سره د نهو نورو ناروغو قطرې ورکولی شي ، او کمپائن کې به د ډينگي نه د بچاؤ طريقې هم ښودل کيږي .
نوموړي وئيلي ؤ ، په دغه کمپائن کې به 2420 ټيمونه او 6000 رضا کار برخه اخلي . د شوکت يوسفزي په وينا لمړۍ مرحله کې به د ښار په 50 يونين کونسلو کې د پينځه ؤ کالو نه کم عمر ماشومانو ته د پوليو څاڅکې ورکول کيږي او پاتې نورو 50و يونين کونسلو کې به د بل اتوار نه کمپائن پېل کولی شي .
د صحت وزير زياته کړې ، چې د پوليو په ضد کمپائن او نهو نورو ناروغو سره د ډينگي په اړه دخبرتيا پروگرام به وروستو د صوبې نورو ضلعو پورې هم غزولی شي .
د صحت د نړيوالې ادارې ترمخه پاکستان د نړۍ د هغو درې هېوادونو کې په سر دی چرته چې وس هم د پوليو جراثيم شتون لري . نړۍ کې د پاکستان سره افغانستان او نائيجيريا کې د پوليو مرض موجود دی .
او تېره مياشت د صحت نړيوالې ادارې خپل يو رپورټ کې پېښور د پوليومرکز گرځولی وو . تېرکال پاکستان کې د پوليو تر ټولو زيات کېسونه په خيبر پښتونخوا او قبائيلي سيمو کې مخې ته راغلي وو .
د خېبر پښتونخوا په پېښور ، مردان ، صوابۍ او چارسده سره په قبائيلي سيمو کې وړاندې څو څو ځله د پوليو په ټيمونو بريدونه شوي ، او د مرگ ژوبلو پېښې پکې رامنځته شوي دي .
  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG