لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان په کاڼ مهترزی سیمه کې زياتره ماشومان په جوماتونو او ديني مدرسو کې ويکسين کېږي


په سيمه کې د پولیو کارکوونکی زبېراحمد وايي زياتره ماشومان په جوماتونو او ديني مدرسو کې زده کړې کوي، ځکه دوی له کورونو وروسته جوماتونو ته ورځي چې تر پنځو کلونو پوري ماشومانو ته قطرې ورکړي
په سيمه کې د پولیو کارکوونکی زبېراحمد وايي زياتره ماشومان په جوماتونو او ديني مدرسو کې زده کړې کوي، ځکه دوی له کورونو وروسته جوماتونو ته ورځي چې تر پنځو کلونو پوري ماشومانو ته قطرې ورکړي

د بلوچستان صوبې په يخه سيمه کاڼ مهترزۍ کې د پوليو کارکوونکي د کورونو ترڅنګ ديني مدرسو او جوماتونو ته هم ورځي او هلته له ويکسين پاتي ماشومانو ته د پوليو ضد قطرې ورکوي.

کاڼ د بلوچستان د مرکزي ښار کوټې نه سل کلومېټره په ختیخ پر لويه لاره پرته سيمه ده. کاڼ مهترزۍ د بلوچستان تر ټولو يخه سيمه ګڼل کېږي.

په سيمه کې د پولیو کارکوونکی زبېراحمد وايي زياتره ماشومان په جوماتونو او ديني مدرسو کې زده کړې کوي، ځکه دوی له کورونو وروسته جوماتونو ته ورځي چې تر پنځو کلونو پوري ماشومانو ته قطرې ورکړي.

زبېر احمد وايي "موږ له کورونو سره سره په جوماتونو او ديني مدرسو کې هم ماشومان ويکسين کوو، ځکه چې دلته زياتره ماشومان په دیني مدرسو کې زده کړې کوي. د ماشومانو ټول عمر معذورۍ ته په پام سره موږ تل هڅه کوو چې تر هر ماشوم پوري د پوليو ضد څاڅکي ورسېږي."

زبېر احمد زياتوي چې سيمه يې ډېره يخه ده اوس هم موسم يخ دی او دوی په سختو حالاتو کې کار کوي، خو پوليو وايرس چې ماشوم د ټول عمر لپاره معذوره کوي، دوی د مشکلاتو سربېره هم د ويکسين کار ترسره کوي.

د سيمې د پوليو بل کارکوونکی محمد عارف وايي چې له کاڼ بازار څخه د ويکسين لپاره سيوري مهترزي سيمې ته ځي. خو په اوسنۍ ګرانۍ کې د کار په بدل کې لږ پيسې ورکول کېږي، چې د دوی هيڅ په درد نه خوري.\

محمد عارف وايي "موږ په سخت موسم او مشکلاتو کې کار کوو. چې ماشومان ويکسين او له معذورۍ خوندي شي. که حکومت زموږ پيسې را زياتې کړې، کار به مو نور هم ښه شي. ځکه چې په اوسنۍ ګرانۍ کې ګوزاره ګرانه ده."

په بلوچستان کې په مارچ مياشت کې د پوليو ضد کيمپېن د سرشمېرنې له امله ځنډول شوی، خو البته د روټين ويکسين يا حفاظتي ټيکو کار دوام لري، چې په ترڅ کې يې ماشومانو ته د پوليو ضد قطرې هم ورکول کېږي.

  • 16x9 Image

    رفیع الله مندوخېل

    رفیع الله مندوخېل په بلوچستان کې د وي او اې ډیوه خبریال دی چې د پولیو په اړه رپوټونه جوړوي. ده له بلوچستان پوهنتونه په انګرېزي ادبیاتو کې ماسټري کړې ده او وخت په وخت یې د پاکستان له ګڼ شمېر رسنیو لکه «ډان»، «نوای وقت»، «انډیپینډینټ اردو»، «دي فرنټېر پوسټ» او «پیکټ رېډیو» سره هم کار کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG