لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان : اته سوه علماؤ فتوی د پولیو قطرې ورکول غېر اسلامي کار نه دی


پاکستان : اته سوه علماؤ فتوی د پولیو قطرې ورکول غېر اسلامي کار نه دی
پاکستان : اته سوه علماؤ فتوی د پولیو قطرې ورکول غېر اسلامي کار نه دی

پاکستان خواؤشا 800ؤ ديني عالمانو، مفتيانو او مذهبي پوهانو په ډاگه کړې ده چې ماشومانو ته دپوليو دمخنيوي څاڅکو ورکولو کې هيڅ رقم گناه نشته او کۀ چرې مور پلار ماشوم ته دغه څاڅکي ورنۀ کړي او ماشوم شل شي نو مور او پلار يې پرې گناه گار دي.
د شورو په ورځ دپيښور پوهنتون په اسلامک سنټر کې دپوليو دمخنيوي دڅاڅکو په اړه يو ورځنى کانفرنس ترسره شو چې پکې دخيبرپښتونخوا، قبائيلي سيمو، کراچۍ او پنجاب لږ ترلږه 800ؤ مذهبي پوهانو، ديني عالمانو او مفتيانو برخه لرله.
ددغه کانفرنس موخه په چټکتيا سره دپوليو دوائرسو په چټکتيا سره دخوريدو دمخنيوي لارې چارې لټول وؤ.
په کانفرنس کې دکراچۍ ددارالعلوم مشر مولانا ډاکټر زبير عثماني، مولانا ډاکټر شيرعلي، شيخ الحديث مولانا حمدالله جان،مفتي عبدالله ، مولانا نسيم علي شاه ، مولانا محمد طيب، شيخ ابو عمر، عبدالعزيز نورستاني، مفتي جلال الدين او نورو عالمانو دپوليو درنځ په ضرر او دهغې دمخنيوي په شرعي اړخ ويناوې وکړې.
په دغه کانفرنس کې په پاکستان کې ديونيسيف مشر ډاکټر محمد سيفى او دملگرو ملتونو دروغتيا دڅانگې سيمه ييز مشر نيمه عابد سعيد هم برخه لرله.
ديني عالمانو او پوهانو پخپلو ويناوؤ کې وويل په پاکستان کې ځينې خلک په دې نظر دي چې گنې دپوليو دمخنيوي څاڅکې کومو ماشومانو ته ورکړل شي په ځلميتوب کې بيا هغوي داولاد دزيږولو توان نۀ لري، يا هم شنډيږي.
هغوي وويل دکراچۍ دارالعلوم په دغه موضوع بشپړ څيړنه کړې او د لويو لويو ليبارټرو څخه يې ددغه داروټسټونه يا ازموئنه کړې ده او ددغو ټسټونو څخه په ډاگه شوې ده چې دپوليو دمخنيوي څاڅکو کې داسې هيڅ اجزاء نۀ دي شامل چې په راتلونکي کې دماشوم يا ماشومې په صحت بد اثرات وغورځوي.
هغوي وويل ځينې موليان دا هم وائي چې ترڅو يو مرض په چا کې نۀ وي څرگند شوى تر هغې يې علاج ښه نۀ دى خو په اصل کې دغه خلک داسلام دصحيح لارښوونو څخه خبر نۀ دي.
ديني عالمانو زياته کړه اسلام خپلو منونکو ته تلقين کوي چې دخپلې روغتيا په بشپړ ډول خيال وساتي.
دهغوي وينا وه دماشومانو مثال داسې دى لکه کرونده گر چې بوزغلى وکري او هر کله چې دغه کرونده گر بيا دخپل بوزغلي پالنه نۀ کوي نو هغه پرې پړ شميرل کيږي.
ديني عالمانو وويل کۀ چرې يو مور پلار هم خپلو ماشومانو ته دپوليو دمخنيوي څاڅکې ورنۀ کړي او سبا دغه ماشومان شل شي نو په هغې يې مور پلار گناه گار دي.
په دغه کانفرنس کې ديني عالمانو وويل دټول هيواد څخه راغونډ شوي دغه 800 مذهبي پوهان په گډه سره وائي چې دپوليو دمخنيوي څاڅکي دشرعې له پلوه منعې نۀ دي او بايد دښۀ صحت دپاره مور پلار خپلو ماشومانو ته دغه څاڅکي په ډاډه زړۀ ښه په وخت ورکړي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG