لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور کې د پوليو يو بل کارکوؤنکی وژل شوی


متنۍ د پېښور هاغه سيمه ده ، چرته چې وړاندې هم د پوليو په کارکوؤنکو بريدونه شوي دي ، او د پوليو کار کوؤنکي پکې وژل شوي دي .
متنۍ د پېښور هاغه سيمه ده ، چرته چې وړاندې هم د پوليو په کارکوؤنکو بريدونه شوي دي ، او د پوليو کار کوؤنکي پکې وژل شوي دي .

د پېښورپه متنو سيمه کې د پوليو په مرکز د بريد په اړه پوليس افسراعجاز خان يوې خبرې ادارې ای اېف پي ته وئيلي ، په موټر سائيکل سواره دوه وسله وال د سيمې روغتون ته ورغلي دي ، او روغتون کې دننه جوړ د پوليو په مرکز کې ناستو کسانو باندې يې ډزې کړي دي .

د خيبر پښتونخوا سر ښار پېښور په متنو سيمه کې وسله والو د پوليو په مرکز ډزې کړي ، چې په نتيجه کې يې د پوليو يو کارکوؤنکې وژل شوی اود يوې زنانه په گډون دوه نورکسان ژوبل شوي دي .
د پېښورپه متنو سيمه کې د پوليو په مرکز د بريد په اړه پوليس افسراعجاز خان يوې خبرې ادارې ای اېف پي ته وئيلي ، په موټر سائيکل سواره دوه وسله وال د سيمې روغتون ته ورغلي دي ، او روغتون کې دننه جوړ د پوليو په مرکز کې ناستو کسانو باندې يې ډزې کړي دي .
د خيبرپښتونخوا صوبې د صحت وزير شوکت يوسفزي د پېښې پخلی کړی دی ، او وئيلي يې دي دغه بريد په داسې حال کې شوی دی ، چې د پوليو په مرکز کې د معمول ترمخه ماشومانو ته د پوليو قطرې ورکولی شوې .
د سرچينو ترمخه په دغه بريد کې د پوليو کارکوؤنکې زاهد گل په ځايې ژوند د لاسه ورکړي دي ، او د يوې زنانه په گډون پکې دوه نور کسان ژوبل شوي دي .
پېښه کې ژوبل شوي کسان د پېښور ليډي ريډنگ روغتون ته رسول شوي دي .
د راپورنو ترمخه حمله کوؤنکي د ډزو وروستو په تېښته کې بريالي شوي دي . او د پېښې وروستو پوليس او امنيتې ادارو علاقه په گېره کې اخيستې ، او د حمله کوؤنکو په ضد يې عمليات پېل کړي دي .
متنۍ د پېښور هاغه سيمه ده ، چرته چې وړاندې هم د پوليو په کارکوؤنکو بريدونه شوي دي ، او د پوليو کار کوؤنکي پکې وژل شوي دي .
له دې وړاندې هم په روانه مياشت کې د خيبر پښتونخوا په مختلفو سيمو کې د پوليو په کارکوؤنکو بريدونه شوي دي چې پکې د پوليو کاروکوؤنکي او د هغوي په حفاظت مامور پوليس وژل شوي دي . د خيبر پښتونخوا پېښور ، مردان اوصوابۍ هاغه سيمې دي چرته چې دغه رنگ پېښې رامنځته کيږي .
د دې ترڅنگ د قبائلي سيمې خيبر ايجنسۍ په جمرود او باړه تحصيل کې هم د پوليو په کارکوؤنکو بريدونه شوي دي .
د صحت د نړي والا ادارې د رپورټ ترمخه پاکستان کې په ۲۰۱۳م کال کې د پوليو ۷۳ کېسونه مخې ته راغلي دي . چې زياتره پکې په قبائلي سيمو او خيبر پښتونخوا کې رپورټ شوي دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG