لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي اؤ سیاستمداران وایي پښتونخوا کې وسله والې ډلې نورې هم پیاوړې شوې دي


د شورو، چهارشنبې، په ورځ د خېبرپښتونخوا په لکي مروت، باجوړ او ټانک ضلعو کې په دوو وسله وال بريدونو او يوه چاودنه کې شپږ پوليس او د اېف سي دوه عسکر وژل شوي او د اېف سي يو اهلکار په ګډون پکې د امن کمېټۍ څلور غړي ژوبل شوي دي. تحریک طالبان د دواړو  بريدونو زمه واري ملنې ده
د شورو، چهارشنبې، په ورځ د خېبرپښتونخوا په لکي مروت، باجوړ او ټانک ضلعو کې په دوو وسله وال بريدونو او يوه چاودنه کې شپږ پوليس او د اېف سي دوه عسکر وژل شوي او د اېف سي يو اهلکار په ګډون پکې د امن کمېټۍ څلور غړي ژوبل شوي دي. تحریک طالبان د دواړو  بريدونو زمه واري ملنې ده

څيړونکي او سیاستمداران وايي په خېبر پښتونخوا کې د وسله والو پرله پسې بريدونه ښيي چې وسله وال نور هم مضبوط شوي دي.

دصوبایي حکومت ویاند بیرسټرسیف تیره اوونۍ د وي اوای ډيوه سره خبرو کې دمخالفو ګوندونو دا تورونه په سخته رد کړي وؤ چې ګنې صوبایي حکومت صوبه کې دامن دټينګښت نه بې پرواه دی اؤ ویلي یې وؤ حکومت اؤ امنیتي ځواکونه دصوبې د ولس دځان ومال تحفظ ته هر وخت چمتو ولاړ دي.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ د خېبرپښتونخوا په لکي مروت، باجوړ او ټانک ضلعو کې په دوو وسله وال بريدونو او يوه چاودنه کې شپږ پوليس او د اېف سي دوه عسکر وژل شوي او د اېف سي يو اهلکار په ګډون پکې د امن کمېټۍ څلور غړي ژوبل شوي دي. تحریک طالبان د دواړو بريدونو زمه واري ملنې ده.

د صوبايي حکومت د مطبوعاتو محکمې ډرېکټرېټ جنرل انفارمېشن اېنډ پبلک ريلېشنز ترمخه د خېبرپښتونخوا اعلا وزیر محمود خان په لکي مروت کې په پولیس حمله کې په جاني تلفاتو خفګان څرګند کړو او د حکومتي بیان ترمخه ويې وېل چې "د شهدا قربانۍ به رایګان نه ځي."

په خېبرپښتونخوا کې د امن او امان د صورتحال په اړه دقامي وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شيرپاؤ وایي دترهګرۍ پېښې دصوبې بیلابیلو برخو ته په چټکتیا سره خوریږي اؤ که چرې دمخنیوي لپاره یې په وخت موثر ګامونه وانه خستل شي نو دا یو سنګین صورتحال رامنتځته کولی شي.

څيړونکي او خبريال مشتاق يوسفزي وي او ای ډيوه ته ویلي کله چې په افغانستان کې طالبان په واک کې راغلل نو پاکستان تمه لرله چې د پاکستاني طالبانو مخه به ونيسي خو د پاکستان دغه تمه پوره نه شوه، او چې کوم مذاکرات د افغان طالبانو په مرسته د پاکستان او ټي ټي پي ترمېنځه کيدل هغه هم لا تراوسه نه دي کامياب شوي۔

مشتاق یوسفزی وایي په سوات او دخېبر پښتونخوا نورو سيمو کې د وسله والو ښکاره کيدو او د عام ولس او سياسي ګوندونو د امن په پلوۍ او دترهګرۍ پرضد مظاهرې ښیي چې د ټي ټي پي سره د خبرو کاميابېدو پروسه نوره هم په قلاره شوې ده۔

"د مذاکراتو په قلاره کيدو سره د ټي ټي پي اميدونه ختم شوي دي، د هغوي سره بله لاره نشته، څنګه چې به افغان طالبانو کار کولو دغسې دوي هم خپله غصه د حملو په شکل کې ښايي"

دپښتون قام پاله قومي وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شیرپاو وایي لکي مروت کې په ترسره شوي ترهګریز برید کې دشپږو پولیسو وژنه دخیبر پښتونخوا حکومت نااهلي په ګوته کوي .

په ټویټر خپل بیان کې ښاغلي شیرپاؤ ویلي دترهګرۍ داسې پېښې دصوبې بیلابیلو برخو ته په چټکتیا سره خوریږي اؤ که چرې دمخنیوي لپاره یې موثر ګامونه وانه خستل شي نو دا یو سنګین صورتحال رامنتځته کولی شي.

هغه دصوبې دحکومت تورن کړی چې ټوله خوښي یې دخپل ګوند په لانګ مارچ کې ده اؤ دصوبې امن ته هیڅ پام نه لري.

دعوامي نیشنل ګوند مرکزي عمومي سکتر میا افتخار حسین وایي په نیشنل ایکشن پلان ټکي په ټکي عمل کولو سره باید ترهګري له مینځه یوړل شي.

په ټویټر ښاغلي افتخار حسین لیکلي چې دترهګرۍ پرضد دخیبر پښتونخوا دپولیسو مبارزه مثالي ده ځکه هغوئ دترهګرو په هدف دي.

دملي جمهوري غورځنګ ګوند مشر محسن داوړ وایي په لکي مروت کې دشوي ترهګریز برید دبڼې نه معلومیږي چې ترهګري زمونږ صوبه کې څومره خوره شوې ده.

پخپل یو بیان کې ښاغلي داوړ ویلي په دې وروستیو کې چې په خیبر پښتونخوا کې دطالبانایزیشن پرضد کوم ستر احتجاجونه وشول حکومت هغه له نظره غورځولي دي.

ټولنیز فعال اؤ دپښتون ژغورنې غورځنګ وتلي مشر ډاکټر سیدعالم مسید په لکي مروت کې دشوي تازه خونړي برید پړه په ریاست ور اړولې ده اؤ ویلي یې دي دا دپښتنو دنسل کشۍ تسلسل دی.

په ټویټر ښاغلي مسید لیکي ریاست دترهګرۍ په نوم دا نسل کشي کوي اؤ دپولیسو وژنه هم د روانې نسل کشۍ برخه اؤ د وړومبۍ دفاعي کرښې دمفلوج کولو هڅه ده.

په اسلام اباد کې څيړنيزې ادارې پاکستان انسټیټیوټ فار پیس سټډیز PIPS په وروستيو کې ويلي، په افغانستان کې تېر کال د طالبانو په واک کې له راتلو وروسته د ترهګرۍ پېښې 51 فيصده سېوا شوي، د ترهګرۍ تر ټولو زیاتې حملې په خېبرپښتونخوا کې شوي او پاکستان ته امنیتي چېلنجونه زیات شوي دي.

په یاد رپورټ کې ویل شوي وو، د 15 اګست 2021 نه تر 14 اګست 2022 پورې په پاکستان کې 250 ترهګر بريدونه شوي 433 کسان پکې وژل شوي او 719 پکې ژوبل شوي وو او په دې موده کې د تير کال په مقابله کې د وژنو کچه هم 47 فيصده زياته شوې وه.

PIPS په خپل رپورټ کې ویلي وو، يوازې سږکال د اګست پورې د وسله والو تندلارو پرضد پوځي او امنيتي ادارو 52 عمليات کړي چې پکې 34 په خېبرپښتونخوا او 17 په بلوچستان کې ترسره شوي او په دغو عملياتو کې 164 وسله وال وژل شوي چې زياتره یې د تحريک طالبان او بيا د بلوڅ وسله والو ډلو وو.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG