لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د عیسایانو مذهبي مشر په واټیکان کې د سګرټو خرڅول بند کړل


د فرانس خبري اژانس د راپور ترمخه د عیسایانو مذهبي مشر یا پاپ فرانسس د خلکو د ښې روغتیا لپاره په واټیکان کې د سګرټو په خرڅولو بندیز ولګو.

د واټیکان لخوا په یوه خپور شوي بیان کې راغلي چې د پاپ لخوا دغه بندیز چې په خپلو کارکونکو باندې به سګرټ نه خرڅوي له ۲۰۱۸ کال څخه به پلی شي.

ددې کار دلیل دا ښودل شوی چې دغه ښار له هغه کار سره مرسته نشي کولای چې په یقیني توګه د خلکو روغتیا ته پرې ضرر رسېږي.

په بیان کې د روغتیا د نړیوالې ادارې د معلوماتو پر بنسټ دا هم راغلي چې د سګرټو د څکولو له امله هر کال په نړۍ کې تر اوو میلیونو زیات انسانان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

په بیان کې وړاندې راغلي چې که څه هم د سګرټو د خرڅولو له لیارې به دغه ښار زیاته ګټه کوي خو هغه ګټه په ګټه کې نه حسابیږي چې روغتیا ته پرې ضرر رسېږي.

پاپ فرانسس یواځې یو سږی لري او خپله سګرټ نه څکوي. نوموړي تر اوسه پورې په دغه ښار کې د ټکس پرته (ټکس فري) د شرابو د خرڅولو په اړه څه نه دي ویلي.

سګرټ او شراب د واټیکان په هغو عصري دکانونو کې پلورل کیږي چې پکې ټکس نه اخیستل کیږي او ورته ډیوټي فري شاپس وايي چې په ۲۰۰۳ کال کې په هغه ځای کې پرانستل شو چې یو وخت پکې د واټیکان د اورګادي ستر تم ځای (سټیشن) و.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG