پوپ فرانسس په ملګرو ملتونو کې د غریبو او چاپېریال د ساتنې غږ کړی
دعیسایانو ستر روحاني مشر پوپ فرانسس نن د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته په وینا کې د نړۍ په مشرانو غږ کړې چې د نړۍ نه د غربت ختمولو، د شخړو او جګړو نه په تېښته کډوالو مرسته او ماحولیاتي بدلون مخهنیولو لپاره دی خپلې هسې اوکړي.
دامریکا په نیویارک ښار کې دملګرو ملتونو په ستر دفتر یا هیډ کوارټر کې ۷۸ کلن پوپ فرانسس په خپله وینا کې د ماحول بد استعمال او تباهۍ یو بد عمل اوبلو او ماحول یا چاپېریال ته زیان رسونکي ېې د دغې عمل ذمه وار اوبلل. د هغه په وینا د طاقت یا واک اختیار تګي، او په مادي ګټوپسې روان خلک د قدرتي وساېلو یا زیرمو د نا انصافۍ سره استعمال کوي او دغه عمل د ګردی نړۍ لپاره نقصاني دی.
پوپ فرانسس د نړۍ په مشرانو غږ اوکو چې د قدرتي وسېلو د حفاظت، او قدرتي ماحول د ساتنې لپاره دي کوټلي ګامونه پورته کړي. او سره ددې ېې په ګرده نړۍ کې د غربت او ددغې د لاسه پیدا کیدونکې ناوړو کارونو لکه انساني قاچاق، د انساني وجود برخو خرڅول ، کم عمره هلکانو او جېنکو سره جنسي زیاتې ، جنسي کاروبارونه او غلاميد ختمولو لپاره د شریکو هڅو غږ اوکو.
په ملګرو ملتونو کې وینا وروستو پوپ فرانسس په نیویارک ښار کې د ۱۱ ستمبر د یادګار سفر اوکو او هلته ېې د بېلا بېلو مذهبونو سره تعلق لرونکي کسانو ته وینا هم اوکړه. پدغه محال ېې څوارلس کاله وړاندی په ترهګر بریدونو کې وژل شوو کسانو خپلو خپلوانو سره لیده کاته هم اوکړل.
د امریکا نیویارک ښار په خپل ړومبي سفر کې پوپ فرانسس ته په زرګونو منونکو او زیارت کونکو تود هرکلې اوکو څوک چې د هغه لیدو لپاره د نیویارک په ۵ ایونیو د سړک په غاړه ولاړ وو. پوپ فرانسس پدغه محال د خپل ګاډي نه موباېل ګاډي ته راغلو او ولاړو خلکو ته ېې د لاس په وهلو مننه کوله.
پوپ فرانسس به د خالي په سحر د نیویارک نه فېلډلفیا ته په خپل دوه ورځني سفر روانېږي. کوم چې به په امریکا کې د هغه اخرې پړاو وي. هلته به هغه د اتوار په ورځ د عیسایانو د اتوار د ورځې عبادت کې برخه اخلي چې امکان دی دوه مېلینه کسان پکې برخه واخلي.