د عیسايي مذهب د کېتلېک مسلک روحاني مشر پوپ فرانسېس د قران مجید د سوزول کېدو غندنه کړې، په پېښه يې د غصې اظهار کړی او ویلي يې دي چې د رای د اظهار په ازادۍ کې د قران د سوزول کېدو اجازت نه شي ورکول کېدی.
د متحده عرب اماراتو التحاد اخبار سره مرکه کې چې د ګل، دوشنبې، په ورځ شایع شوې، پوپ فرانسېس وویل هر مقدس کتاب چې خلک پې ایمان لري د هغو خلکو په احترام کې پکار ده چې احترام یې وکړی شي.
پوپ فرانسېس وویل د قران په سوزل کېدو غصه او کرکه محسوسوي.
پوپ وویل د بیان ازادي د چا خلاف د کرکې د اظهار دپاره نه شي استعمالېدلی او د دې د اجازت ورکولو ردونه او غندنه کوي.
تېره هفته د سویډن په سرښار سټاک هوم کې یو تن قران وشولو او اور يې ورکړو. د دې په ضد د ترکي په شمول په ګڼو ملکونو کې احتجاجونه وشول.
د روېټرز خبري ادارې ترمخه، په نېټو پوځي اتحاد کې شاملېدو دپاره سویډن د ترکي حمایت ته ضرورت لري.
روېټرز وايي په وروستي وختونو کې د سويډن پولیس د قران په ضد مظاهرو دپاره د اجازت غوښتنو یو شمېر خواستونه رد کړي خو عدالتونو د پولیس فېصلې رد کړي، ویلي يې دي چې د پولیس فېصلې د رای د ازادۍ خلاف ورزي ده.
د اتوار، يکشنبې، په ورځ ۵۷ اسلامي ملکونو غوښتنه وکړه چې قران د بې حرمتۍ خلاف دې اجتماعي ګامونه واخیستل شي او د مذهب په بنیاد نفرت خپرولو خلاف دې نړیوال قانون استعمال کړی شي.
یادونه: د دې خبر معلومات د روېټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي. دې خبر سره په لومړي ځل د پوپ فرانسېس د یو نماینده تصویر په خطا چاپ شوی و