لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روغتيايي چارواکي: د چمن په چاپيريال کې موجود پوليو وايرس د نوي مثبت کېس سبب شوی


د بلوچستان په دوو ضلعو ډېره بګټي او سرحدي ضلع چمن کې تېره اوونۍ د کال لومړي د پوليو دوه مثبت کېسونه رپوټ شوي دي. دا په تېرو درو کلونو کې لومړی ځل دی چې په صوبه کې مثبت کېسونه رپوټ کېږي. وروستی کېس په 2021م کې په کلاعبدالله ضلع کې رپوټ شوی وو.

د چمن د پوليو د مخنيوي پروګرام يو چارواکی ډاکټر عبدالغني وايي د ضلعې په چاپيريال کې د پوليو وايرس د مثبت کېس سبب شوی، چې نورو سيمو ته د خپرېدو د مخنیوي لپاره راتلونکې اوونۍ د پوليو ضد کمپېن ترسره کېږي. دا کيمپېن به د چمن په ګډون د بلوچستان په 11 ضلعو کې ترسره کېږي.

ډاکټر عبدالغني وایي، "د چمن په ميرعلي زي يونين کونسل کې يو څلورکلن ماشوم په ګوزڼ اخته شوی. نورو سيمو ته د وايرس د خپرېدو د مخه نيولو لپاره راتلونکې اوونۍ پينځه ورځنی د پوليو ضد کمپېن ترسره کېږي. دا کيمپېن په چمن کې دوې ورځې اضافي ترسره کېږي، چې کېچ اپ ورته ويل کېږي".

چارواکی زياتوي د چمن په چاپيريال کې د تېرکال په وروستيو مياشتو کې د پوليو وايرس رپوټ شوی وو.

ډاکټر عبدالغني وایي د دې لپاره ګامونه اخیستل کیږي او د سیمې د چاپېریال جاج اخیستل کیږي چې که په نورو ماشومانو کې هم وایرس وي د هغه مخه ونیول شي:

"د چمن چاپيريال ککړ دی. له تېرو درو مياشتو چې موږ هره مياشت له چاپيرياله د اوبو نمونې اخلو، چې پکې د پوليو وايرس موندل شوی دی. موږ ګورو چې دا وايرس د چاپيريال له لارې نورو ماشومانو ته خپور نه شي. ځکه نو موږ ماشومان وېکسين کوو. بله دا چې که چاپيريال ککړ وي، د وايرس خپرېدو چانس زيات وي".

چمن د افغانستان سپين بولدک ته څېرمه سيمه ده. د چمن مرستيال کميشنر راجا اطهرعباس وي او اې ډيوه ته وايي، پوليو وايرس په ټوله نړۍ کې ختم شوی، خو يواځې په پاکستان او افغانستان کې لا موجود دی، چې مخنيوي ته يې ګډې هڅې په کار دي.

راجا اطهر عباس وایي تېره اوونۍ چې کوم کېس مخې ته راغلی هغه ماشوم د ميرعليزۍ سيمې اوسېدونکی دی، چې وایي افغانستان ته څېرمه پرته سیمه ده:

"په پوليواخته شوي ماشوم ته په تېرو درېو کمپېنونو کې د پوليوضد قطرې ورکول شوې دي، خو د کورنۍ د لږ بې غورۍ له امله دا ماشوم اوس د ټول عمر لپاره معذوره شوی دی. موږ ټول بايد د روغتيا د ادارو ملاتړ وکړو چې پاکستان له پوليو پاک هيواد وګرځوو".

په پاکستان کې په روان کال کې د پوليو یواځې دوه مثبت کېسونه رپوټ شوي چې دواړه په بلوچستان کې دي. په تېرکال کې په دې هيواد کې شپږ کېسونه مثبت راغلي وو، په بلوچستان کې په چاپيريال کې د پوليو وايرس له رپوټ کېدو وروسته د پوليو مثبت کېسونه هم رپوټ شوي دي.

  • 16x9 Image

    رفیع الله مندوخېل

    رفیع الله مندوخېل په بلوچستان کې د وي او اې ډیوه خبریال دی چې د پولیو په اړه رپوټونه جوړوي. ده له بلوچستان پوهنتونه په انګرېزي ادبیاتو کې ماسټري کړې ده او وخت په وخت یې د پاکستان له ګڼ شمېر رسنیو لکه «ډان»، «نوای وقت»، «انډیپینډینټ اردو»، «دي فرنټېر پوسټ» او «پیکټ رېډیو» سره هم کار کړی دی.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

افغان خبریالان: اوس مو هایبرېډ جرنلېزم ته مخه کړې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:15 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG