لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې د مرکزي بېنک مشر وايي ممکنه ده چې د سود شرح نوره زیاته کړي


د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه، پاول وویل د اقتصاد په باره کې تازه شمار شمېرې ښښي چې معیشت د مخکېنیو اندازونه نه زیات قوي دی او که مجموعي معلومات څرګندوي چې د اقتصاد د مخنیوي دپاره د زیاتو سختو ګامونو ضرورت دی نو د سود شرح به په زیات ګړندي رفتار زیاتوي
د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه، پاول وویل د اقتصاد په باره کې تازه شمار شمېرې ښښي چې معیشت د مخکېنیو اندازونه نه زیات قوي دی او که مجموعي معلومات څرګندوي چې د اقتصاد د مخنیوي دپاره د زیاتو سختو ګامونو ضرورت دی نو د سود شرح به په زیات ګړندي رفتار زیاتوي

د امریکې د مرکزي بېنک، فېډرل رېزرو، مشر جېروم پاول ویلي په هېواد کې د ګرانۍ او د مضبوط اقتصاد مخه نیولو دپاره ممکنه ده چې د سود شرحې زیاتولو ته دوام ورکړي او د مخکنۍ اندازونو نه يې زیات اضافه کړي.

پاول دغه خبره د سېنېټ یوې ډلې ته وېنا دپاره تیار بیان کې کړې ده.

د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه، پاول وویل د اقتصاد په باره کې تازه شمار شمېرې ښښي چې معیشت د مخکېنیو اندازونه نه زیات قوي دی او که مجموعي معلومات څرګندوي چې د اقتصاد د مخنیوي دپاره د زیاتو سختو ګامونو ضرورت دی نو د سود شرح به په زیات ګړندي رفتار زیاتوي.

د تېر یو کال راهسې فېډرل رېزرو اته ځله د سود شرح زیاته کړې ده.

فېډرل رېزرو په اقتصاد کې د پېسو ګردش کمولو دپاره د سود شرح زیاتوي، چې خلکو سره پېسې کمېږي او قوت خرید يې کمزوری شي نو د شیانو او د خدماتو دپاره يې په طلب کې کمی وشي او په نتیجه يې د شیانو او خدماتو قیموتونه وغورځېږي.

کله چې فېډرل رېزرو د سود شرح زیاته کړي نو د عامو خلکو دپاره د کرېډېټ کارډونو، د موټرو، کورونو او کاروبارونو په قرضونو هم د سود هم زیات شي.

د فوربز اېډوایرز وېب پاڼې ترمخه د فېډرل رېزرو دا هدف دی چې اقتصاد په کچه وساتي چې نه ډیر تود او نه هم ډیر سوړ وي بلکې د اقتصاد حرارت په بېخي مناسبه کچه برقرار دوام لري.

وېب پاڼه وايي کله چې اقتصاد تود وي نو افراط زر یا ګراني زیاته وي چې د معاشي بې ثباتۍ سبب جوړېدلی شي نو په داسې صورت کې فېډرل رېزرو مداخلت وکړي او د سود شرح زیاته کړي چې اقتصاد په ځای پاتې شي.

ای پي وايي د نهې، سه شنبې، په ورځ پاول د خوشبينۍ د خپلو هغو الفاظو نه بېرته شو چې د فېبرورۍ په لومړۍ نېټه يې د فېډرل رېزرو د ملاقات نه پس ادا کړي وو او ویلي يې وو په افراط زر کې کمی لیدل کېږي.

ای پي وايي په دغه موقع صارفینو دپاره په قیمتونو کې پرله په سې په شپږمه میاشت کمی شوی و.

د رپورټ ترمخه، د ډسمبر نه د جنورۍ د میاشت پورې د فېډرل رېزرو پېمانه ښښي چې د صارفینو دپاره ګراني زیاته شوي او دا چې معیشت ښه مضبوط دی.

پاول وویل دغه ډول اقتصادي شمېرې څرګندوي چې په اقتصاد کې د سست روۍ چې څو میاشتې مخکې لیدل کېدل به شا شوي دي.

یادونه: د دې خبر زیاتره معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG