لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پيپلز پارټۍ صدارتي انتخاباتو څخه دبائيکاټ اعلان کړى


پاکستان کې دحزب اختلاف تر ټولو ستر گوند پاکستان پيپلز پارټۍ دروانې مياشتې په ٣٠مه نيټه دکيدونکو صدارتي انتخاباتو څخه دبائيکاټ اعلان کړى دى.
دپي پي پي صدارتي اميدوار سينيټر رضا رباني دجمعې په ورځ اسلام اباد کې يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال وويل دوفاقيت دژغورلو لپاره پيپلز پارټۍ دنورو يو شان فکر لرونکو سياسي گوندونو سره دصلاح مشورو وروستو هغوي دغه فيصله کړې ده.
هغه وويل” مونږ وليدل چې دصدر دفتر ، کومه چې يو ائيني دفتر اؤ دوفاق نخښه ده، دبدلولو سره دون يونټ دمسلط کولو هڅه کولى شي اؤ صوبائي اسمبليو ته ددې احساس ورکولو لپاره چې مونږ دهغوي سره يو ، زمونږ سره ددغه بائيکاټ پرته بله لاره نۀ پاتې کيږي“
هغه وويل گوند به يې ديو حقيقي حزب اختلاف کردار دادا کولو په ترڅ کې دپارليمان دننه اؤ بهر په ټولو معاملو غږ پورته کوي.
وروستو وائس اف امريکا سره خبرو کې سينيټر رضا رباني وويل پيپلز پارټي دسياسي فيصلو دعدالتونو په ذريعه په کولو باور نۀ لري اؤ هم په دې اساس دانتخاباتو تاريخ کې دبدلون دفيصلې په ضد سترې محکمې ته مراجعه ونۀ کړل شوه.
هغه وويل هرکله چې په اول ځل زمونږ غږ وانۀ وريدل شو اؤ يو اړخيزه فيصله واورول شوه نو بيا داپيل يا نظرثانۍ ددرخواست څه گټه وه.
پاکستان کې په شپږم اگست صدارتي انتخابات کيدونکي وؤ، خو سپريم کورټ دواکمن مسلم ليگ(ن) له لوري په جمع کړل شوي درخواست دفيصلې اورولو سره دغه انتخابات په ٣٠ جولا ئي دکولو حکم ورکړى ؤ.
پيپلز پارټي دريځ لري چې دقانوني اؤ ائيني تقاضو څخه بالا دانتخاباتو دتاريخ په اړه دهغوي ددريځ داوريدو پرته عدالت فيصله اورولې اؤ دپاکستان پيپلز پارټۍ صدارتي اميدوار درضارباني عدالتي فيصله په وفاقيت وار گرځولى دى.
دمسلم ليگ(ن) ترمخه دروژې په اخري لسيزه کې به زياتره قانون سازان دهيواد څخه بهر دعمرې دادا کولو لپاره دملک نه بهر اؤ اعتکاف ته ناست وي ، ځکه يې عدالت څخه دانتخاباتو دنيټې دبدلولو غوښتنه کړې وه.
په عين حال کې حزب اختلاف کې شاملولو پاکستان مسلم ليگ(ق)، عوامي نيشنل پارټۍ، بلوچستان نيشنل پارټۍ( عوامي) هم دپيپلز پارټۍ دفيصلې په ملاتړ کې دصدارتي انتخاباتو دبائيکاټ اعلان کړى دى.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG