لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چارواکی: صدر بایډن امریکايي ادارو ته امر کړی چې د زلزله ځپلو افغانانو سره د مرستې لارې ولټوي


په زلزله ځپلو سیمو کې خلک وايي په زرګونو کورونه تباه شوي او تر دریو زرو پورې خلک بې کوره شوي او دا مهال د شین اسمان دلاندې وخت تېروي
په زلزله ځپلو سیمو کې خلک وايي په زرګونو کورونه تباه شوي او تر دریو زرو پورې خلک بې کوره شوي او دا مهال د شین اسمان دلاندې وخت تېروي

صدر جوبایډن اړونده امریکاي ادارو ته امر کړی چې په افغانستان کې د زلزله ځپلو خلکو سره د مرستې لارې ولټوي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه د امریکې حکومت په افغانستان کې د نهې، سه شنبې، په ورځ په زلزله کې د خلکو په مړينه "ژور خفګان" څرګند کړی دی.

د شپږ اشاریه یو درجې زلزله کې د افغانستان په پکتیکا، پکتیا او ننګرهار ولایتونو کې تر ټولو زیات نقصان کړی او د طالبانو د حکومت چارواکو ویلي په زلزله کې تر د 1000 پورې کسان مړه او تر د 1500 پورې نور کسان زخميان شوي دي.

په زلزله ځپلو سیمو کې خلک وايي په زرګونو کورونه تباه شوي او تر دریو زرو پورې خلک بې کوره شوي او دا مهال د شین اسمان دلاندې وخت تېروي.

په واشنګټن کې د قامي سلامتیا دپاره د وایټ هاوس مشیر جېک سولېون په یو بیان کې وویل صدر بایډن په افغانستان کې په حالاتو نظر دی او د نړیوالو مرستو دپاره ادارې یواېس ایډ او د وفاقي حکومت نورو ادارو ته یې امر کړی چې د زلزله ځپلو خلکو سره د امداد لارې چارې ولټوي.

سولېون وویل امریکا د افغانستان سره تر ټولو زیات بشري امداد کوي او په دې مشکل وخت کې به د افغان ولس سره ودرېږي او ضرورتونو ته به يې پاملرنه کوي.

تېر کال د اګست په میاشت کې افغانستان نه د انخلا وروسته امریکې او ګڼ شمېر مغربي ملکونو د طالبانو په ضد اقتصادي پابندۍ لګولي دي او د امریکې په شمول یو ملک هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پيژندلی.

په سفارتي کچه د تنهايي باوجود طالبانو د نړیوالې ټولنې نه د زلزلې په ترڅ کې د مرستې غوښتنه کړې.

په 2011 کې جوبایډن د نایب صدر په حېث افغانستان ته تللی و او د هغه وخت افغان صدر حامدکرزي سریې ولیدل. دا د رویټرز خبري ادارې تصویر دی
په 2011 کې جوبایډن د نایب صدر په حېث افغانستان ته تللی و او د هغه وخت افغان صدر حامدکرزي سریې ولیدل. دا د رویټرز خبري ادارې تصویر دی

د وي او ای اشنا څانګې د رپورټ ترمخه د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد ویلي قطر، ایران او پاکستان د زلزله ځپلو خلکو دپاره امدادي سامان ورلېږلی دی. هغه وویل نړیواله ټولنه هم باید د افغانستان سره مرسته وکړي.

د وي او ای د انګریزۍ څانګې د رپورټ ترمخه طالبانو د خارجه وزارت ترجمان عبدالقهار بلخي وویل زلزله ځپلي خلک خوراک، د څښلو اوبو، دوایانو، ډاکټرانو، جامو او سر پناه ته ضرورت لري.

د وي او ای سره خبرو کې بلخي وویل امریکا باید د افغانستان منجمد اثاثې افغانستان ته ورکړي او په طالبانو لګولي بندیزونه لېرې کړي.

هغه وویل امدادي ادارې او عام خلک زلزله ځپلو خلکو سره د مرستې دپاره پېسې لیږل غواړي خو د بندیزونو له امله نشي کولی. هغه وغوښتل چې په طالبانو لګېدلي بندیزونه باید په بېړنۍ توګه لېرې کړی شي.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه جاپان او جنوبي کوریا اعلان کړی چې د زلزله ځپلو خلکو دپاره به امدادي سامان افغانستان ته لېږي.

د رپورټ ترمخه جنوبي کوریا د یو مېلین ډالرو امدادي سامان افغانستان ته د لېږلو اعلان کړی دی او جاپان ویلي افغانستان ته به ضروري امداد سامان استوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG