لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر بایډن د اوپېک په فېصله مایوسي څرګنده کړې


د جولای په میاشت کې د منځني ختیځ د دورې په مهال صدر بایډن د سعودي عرب نه غوښتلي وو چې د تېلو پېدوار دې نه کموي بلکې لا دې نور زیات کړي چې دا ډول په اوکراین د روس د یرغل وروسته په نړیوال بازار کې د تېلو قیمتونه مستحکم پاتې شي
د جولای په میاشت کې د منځني ختیځ د دورې په مهال صدر بایډن د سعودي عرب نه غوښتلي وو چې د تېلو پېدوار دې نه کموي بلکې لا دې نور زیات کړي چې دا ډول په اوکراین د روس د یرغل وروسته په نړیوال بازار کې د تېلو قیمتونه مستحکم پاتې شي

د امریکې صدر جوبایډن د تېل برامد کونکو ملکونو اوپېک په دې فېصله مایوسي څرګنده کړې ده چې د نومبر د میاشت نه به د تېلو پېداوار د ورځ په حساب دوه مېلین بېرلو پورې کم کړي.

صدر په وایټ هاوس کې خبریالانو ته وویل چې امریکا د توانای ډیرې "متبادل" لارې لري خو لا یې "ذهن نه دی جوړ کړی."

صدر بایډن په دغه لړ کې نور وضاحت ونه کړو.

د هغه حکومت غواړي چې د امریکې موټرې جوړونکي کمپنۍ په بجلۍ د چلېدونکو موټرو پېداوار زیات کړي چې دا ډول نه یوازې ماحول د خيچن والي نه بچ شي بلکې په تېلو د امريکې انحصار هم کم شي.

د تېل برامد کونکو ملکونو تنظیم اوپېک، روس او ځینو نورو ملکونو د شورو، چهارشنبې، په ورځ د تېلو پېداوار د کمولو اعلان وکړو، چې د روس دپاره ګټه او د امریکې دپاره ضربه ګڼل کېږي.

د وي او ای رپورټ وايي د او پېک د فېصلې په نتېجه کې به د صدر بایډن د حکومت دپاره ګرانه شي چې په نومبر کې د کانګرس غړو د انتخاب دپاره د منځنۍ مودې د انتخاباتو نه مخکې د امریکایانو دپاره د تېلو قیمتونه کړي.

د جولای په میاشت کې د منځني ختیځ د دورې په مهال صدر بایډن د سعودي عرب نه غوښتلي وو چې د تېلو پېدوار دې نه کموي بلکې لا دې نور زیات کړي چې دا ډول په اوکراین د روس د یرغل وروسته په نړیوال بازار کې د تېلو قیمتونه مستحکم پاتې شي.

د تېلو په پېداوار کې کمی یا زیاتوالی په پمپ کې د تېلو په قیمتنونو په مستقیم ډول اثر غورځوي. د امریکې نه پس سعودي عرب په دویم نمبر تېل پېدا کونکی ملک دی.

صدر بایډن وویل د منځني ختیځ د سفر په مهال سعودي عرب ته په ورتګ پښېمانه نه دی خو د اوپېک په فېصله یې مایوسي تسلیم کړه.

په اوپېک د 23 نه په زیاتو ملکونو مشتمل تنظیم دی وايي د نومبر د میاشت نه به د ورځ په حساب د تېلو پېداوار د 43.8 مېلین بېرل (‌ډرم) نه 41.8 مېلین بېرل ته کم کړي.

په 2020 کې د کرونا وبا د شروع کېدو نه وروسته، د وي او ای رپورټ وایي، دا لومړی ځل دی چې اوپېک د تېلو د پېداوار هدف کم کړی دی.

د وي او ای رپورټ وايي د پېداوار د کمي په نتیجه کې به د خال تېلو قیمتونه، چې غورځیدلي وو، پورته شي. د یو بېرل د خام تېلو قیمت د سږ کال په شروع کې د 100 ډالرو نه برخه ختلی و خو په تېرو څلورو میاشتو کې پکې 32 فیصد کمی شوی دی. د اوپېک د فېصلې نه څو ورځې مخکې د خام تېلو قیمتونه بیا پورته شوي دي.

که د تېلو زیاتې بېعي د امریکایانو دپاره د تکلیف وړ دي نو روس ته ګټه رسوي او د تېلو او د ګېس د برامداتو نه ترلاس شوي پېسې ماسکو په اوکراین کې په جنګ خرچ کوي.

روس د اوپېک د فېصلې حمایت کړی دی. د اوپېک د ګام په تنیجه کې به ماسکو کولی شي چې په نړیوال بازار کې تېل په ګرانه بېعه خرڅ کړي.

یادونه: د دې خبر معلومات وي او ای خبریال کېن فاربا د رپورټ نه اخیستل شوي دي


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG