لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر بایډن د حکومت د قرض حد زیاتولو په اړه په کانګرس کې د قانون سازۍ هرکلی کړی


قام ته وېنا کې صدر بایډن وویل دغه بجټ منظورېدل انتهايي ضروري وو او که نه وی منظور شوی نو تباه کن اثرات به يې لرلي وو
قام ته وېنا کې صدر بایډن وویل دغه بجټ منظورېدل انتهايي ضروري وو او که نه وی منظور شوی نو تباه کن اثرات به يې لرلي وو

د امریکې صدر جوبایډن د جمعې په ورځ د وایټ هاوس څخه قام ته تقریر کې په کانګرس کې د هغه قانوني مسودي د منظورېدو هرکلی وکړو چې ترمخه به يې د حکومت د قرض اخیستلو حد زیات شي.

صدر بایډن وویل که چېرې کانګرس د حکومت د قرض د حد په اړه مفاهمت ته نه و رسېدلی او امریکا په دیوالیه شوي او نړیوال اقتصاد به يې په بحران کې مبتلا کړی و.

د صدر بایډن واکمن ډېموکرېټېک پارټۍ او د حزب اختلاف ریبپلېکن پارټۍ ترمنځ د اتفاق وروسته په کانګرس د د دواړو ګوندونو غړو د حکومت د قرض اخیستلو په حد قانون سازي وکړه.

توقع ده چې صدر بایډن به د خالي، شنبې، په ورځ په وایټ هاوس کې د کانګرس نه منظور شوي مسوده لا لیک کړي او قانوني شکل به ورکړي.

د امریکې د خزانې وزارت خبرداری کړی و چې که چېرې کانګرس د حکومت د قرض حد زیاتولو په اړه قانون سازي و نه کړه نو د جون د می نېټې نه پس به حکومت د خپلو اخراجاتو د پېسو او د قرضونو بېرته ادا کولو جوګه نه وي او خپلې مالي ذمه وارۍ به نه شي پوره کولی.

قام ته وېنا کې صدر بایډن وویل دغه بجټ منظورېدل انتهايي ضروري وو او که نه وی منظور شوی نو تباه کن اثرات به يې لرلي وو.

اېسوسي اېټېډپرېس خبري اداره وايي د صدر بایډن او په کانګرس کې د هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز د ريپبلېکن پارټۍ سپیکر کېون مېکارتي ترمنځ شوي معاهده کې د ډېموکرېټېک او د ریپبلېکن پارټۍ مطالبو ته ځای ورکړی شوی دی.

د معاهدې ترمخه د اینده دوو کلونو دپاره د حکومت د قرض اخیستلو حد زیات کړی شوی دی د دې په بدل کې او د ریپبلېکن پارټۍ د غوښتنو سره سم د حکومت په ځینو اخراجاتو کې کمی شوی دی.

صدر بایډن وویل که څه هم هېڅ چا د خپلې خوښې هر څه ترلاسه کړل خو د امریکې د ولس ضرورت پوره شو. "مونږ د اقتصادي بحران او د اقتصاد د تباه کېدو مخه ونیوله."

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي


هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:54 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG