لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر بایډن او د هغه مېرمن مسلمانانو ته د اختر او د حج مبارکي ورکړې


د صدر بایډن د اختر او د حج د مبارکۍ بیان وایت هاوس  د اتوار، يکشنبې، په ورځ په خپله وېب پاټه شایع کړو
د صدر بایډن د اختر او د حج د مبارکۍ بیان وایت هاوس  د اتوار، يکشنبې، په ورځ په خپله وېب پاټه شایع کړو

د امريکې صدر جوبایډن او د هغه مېرمن جېل مسلمانانو ته د لوی اختر او د حج مبارکي ورکړې ده.

د صدر بایډن د اختر او د حج د مبارکۍ بیان وایت هاوس د اتوار، يکشنبې، په ورځ په خپله وېب پاټه شایع کړو.

په بیان کې وېل شوي چې حج او اختر د خدای په وړاندې د انسانانو د مساوات او د ټولنيز ژوند د اهمیت یادونه کوي.

صدر بایډن وویل سږ کال د ګڼ شمېر مسلمانانو دپاره اختر په سختو حالاتو کې راغلی دی، په غزه کې بې ګناه ملکي خلک د اسرایل او د حماس د جنګ دلاسه په مصیبت کې ښکیل دي، ګڼ شمېر بې ګناه کسان چې په زرګونو ماشومان په کې شامل دي، وژل شوي دي، کورنۍ بې کوره شوي دي. "د دوی درد ډېر زیات دی."

صدر بایډن وویل حکومت يې هر ممکن کوښښ کوي چې جنګ ختم شي، یرغمال کسان ازاد کړی شي، غزه ته انساني امداد ور ورسوول شي او د دوو ریاستونو د قیام دپاره کار وکړی شي.

امریکايي صدر زیاته کړه هغه ګڼي چې د اسرایل ترڅنګ د فلسطینیانو دپاره جدا ریاست د اسرایلیانو او د فلسطینیانو ترمنځ د شخړې یوازنی حل دی.

څو هفتې وړاندې، بایډن په غزه کې د جنګ بندۍ دپاره په دریو مرحلو مشتمل د سولې تجویز وړاندې کړو چې په کې د شپږو هفتو د ډز بندۍ، د حماس د ولکې نه د یرغمالانو او د اسرایلي قېد نه د فلسطیني قېدیانو د ازادۍ او غزه ته د انساني امداد زیاتولو وړانديز شوی دی.

امریکايي مامورینو ویلي اسرایل د ډز بندۍ د مجوزه منصوبې سره متفق دی او حماس مسترد کړی دی.

د اختر د مبارکۍ په خپل پېغام کې بایډن وویل هغه ګڼي چې د دریو پړاونو د سولي تجویز چې اسرایل حماس ته وړاندې کړی او د ملګرو ملتونو سېکیورټي کاونسل تاید کړی په غزه کې تشدد او د بالاخېر جنګ د ختمولو دپاره بهترینه لاره ده.

بایډن لوظ وکړو چې په ټوله دنیا کې به د مسلمانانو د حقونو دپاره او په امریکا کې د اسلاموفوبیا یا اسلام نه د نفرت د ختمولو دپاره کوښښونه کوي. هغه وویل په امریکا کې کرکه څه ځای نه لري.

بایډن وویل امریکا خوش قسمته ملک دی چې په مېلینونو مسلمانان په کې اباد دی چې د طب، ټېکنالوجۍ، تعلیم، هنر او په ګڼ شمېر نورو برخو کې خدمات ترسره کوي.

هغه وویل په مجموعي توګه د ټولو تېرو حکومتونو نه زیات مسلمانان مامورین د هغه په حکومت کې شامل دي او هغه د امریکې وړمبی صدر دی چې د امریکې په وفاقي عدلیه کې مسلمان ججان نامزد کړي دي.

خپل پېغام کې صدر بایډن وویل سترګې په لاره دي چې امریکايي مسلمانانو ته حج نه بېرته په راتګ او د "الحاج" خطاب په ګټلو هرکلی ووايي. هغه خپل پېغام مسلمانانو ته د حج او د اختر په مبارکۍ ختم کړو.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG