لاس رسیدونکی لینک

 
صدر بایډن د چین صدر شي سره د ملاقات امکان څرګند کړی
تازه خبر

صدر بایډن د چین صدر شي سره د ملاقات امکان څرګند کړی


تېر کال د نومبر په میاشت کې د انډونېشیا په بالي ښار کې د جي ټونټي تنظیم د سر مشرانو د غونډې په موقع د ملاقات نه بس بایډن او شي بیا د یو بل سره نه دي لیدلي
تېر کال د نومبر په میاشت کې د انډونېشیا په بالي ښار کې د جي ټونټي تنظیم د سر مشرانو د غونډې په موقع د ملاقات نه بس بایډن او شي بیا د یو بل سره نه دي لیدلي

د امریکې صدر جوبایډن د جمعې په ورځ وویل امکان دی چې هغه د چین صدر شي جېن پېنګ سره اینده میاشت د امریکې په سان فرانسېسکوښار کې د اېشیا پېسېفېک اکنامک کواپرېشن نومې تنظیم د سر مشرېزې غونډې په موقع ملاقات وکړي.

بایډن خبریالانو ته وویل د چین صدر سره د هغه د ملاقات څه بندوبست نه دی شوی خو د دې امکان شته.

تېر کال د نومبر په میاشت کې د انډونېشیا په بالي ښار کې د جي ټونټي تنظیم د سر مشرانو د غونډې په موقع د ملاقات نه بس بایډن او شي بیا د یو بل سره نه دي لیدلي.

د وایټ هاوس چارواکو وړاندې ویلي وو دوی امید کوي چې دواړه مشران زر خبرې وکړي او د بایډن د حکومت د چارواکو په وېنا چینايي مامورینو سره خبرو کوي چې چین د دواړو مشرانو په غونډه متفق کړي.

په تېر یو کال کې د دنیا د دواړو لویو اقتصادونو تعلقات د تاوتریخوالي ښکار پاتې شوي دي.

د سږ کال په شروع کې امریکايي ځواکونو د امریکې په فضايي حدودو کې د چین د جاسوسۍ پوکاڼۍ راوغورځوله. د چین حکومت د امریکې د تجارت وزیرې جینا رېمانډو ایمېلونه هېک کړل. د امریکې حکومت چین ته د کمپیوټر جدید چېپونو په برامداتو پابندي لګولې ده.

په اوکراین د روس یرغل او د تاویوان په سمندري تنګي کې د چین زیاتېدونکو فعالیتونو هم د واشنګټن او بيجېنګ ترمنځ تاوتریخوالی نور زیات کړی دی.

د اختلافاتو باوجود په تېرو څو میاشتو کې دواړو خواو تعلقات د ښه کولو دپاره کوښښونه زیات کړي دي.

په سان فرانسېسکو کې د بایډن او شي د ملاقات د امکان په اړه په واشنګټن کې د چین د سفارتخانې ترجمان لېیو پېنګ یوو د څه وېلو نه ډډه وکړه خو په یو بیان کې یې وویل د "دوه اړخیزې ښکیلتیا او تبادلې" په لړ کې دواړه ملکونه د یو بل سره په رابطه کې دي.

لېیو وویل چین او امریکې ته پکار ده چې په هم اهنګۍ کار وکړي، خنډان لېرې کړي، د عملي ګامونو دلارې اختلافاتو د ختمولو کوښښ وکړي، خبرې ژورې کړي او په روغ نیتۍ همکاري زیاته کړي.

د بایډن قومي سلامتیا مشیر جېک سولېون تېره میاشت په مالټا کې د چین خارجه وزیر وانګ يي سره ولیدل. د دې ملاقات نه مخکې د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن، د امریکې د خزانې وزیره جېنېټ یلن، جینا رېمانډو او د موسمي بدلون په اړه د امریکې استازې جان کېري چین ته تللي او د لوړ رتبه چینايي مامورینو سره یې ملاقاتونه کړ‌ي دي.

د امریکې په سېنېټ کې اکثریت لرونکي د واکمن ډېموکرېټېک پارټۍ د غړو مشر سېنېټر چک شومر په مشرۍ کې د ډېموکرېټېک او د حزب اختلاف ریپبلېکن پارټۍ د غړو مشترکه پلاوی اینده هفته چین ته تلونکی دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG