لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدربایډن: افغانستان نه د ټولو امریکایانو د راوېستلو وروسته به امريکايي ځواکونه ستانه شي


صدر جوبایډن
صدر جوبایډن

د امریکې صدر جو بایډن ویلي امریکا به په افغانستان کې د تېرو شلو کلونو خپله موجودګي هغه وخت ختمه کړي چې ټول امریکایان او د امریکې اتحادي افغانان د افغانستان نه راوباسي.

د جمعې په ورځ په وایټ هاوس کې د افغانستان نه د امریکایانو او اتحادي افغانانو د راوېستلو د هلو ځلو په اړه خبري غونډې ته صدر بایډن وویل امریکې دپاره د خپلو امریکايي شهریانو ترڅنګ هغه افغانان هم مساوي اهمیت لري چې په افغانستان کې یې د امریکې مرسته کړي دي.

صدر بایډن وویل امریکایانو او افغانانو په حفاظت د راوېستلو دپاره امریکايي مامورینو د طالبانو سره په رابطه کې دي.

امریکايي صدر خبرداری وکړو که چېرې طالبانو په کابل هوايي ډګر کې په امریکايي ځواکونو برید وکړو نو د سخت ځواب سره به مخامخ شي.

هغه وویل امریکايي ځواکونو تر اوسه پورې ۱۳۰۰۰ کسان د افغانستان نه راوېستلي دي او افغانستان نه د خلکو د انخلا کوښښونه دوام لري. صدر بایډن زیاته کړه چې هر امریکنی چې د افغانستان نه وتل غواړي امریکا به یې راوباسي.

صدر بایډن وویل د امریکايي مطبوعاتو ادارو امریکايي خبریالان هم په کابل د طالبانو د واک نه پس د افغانستان نه راوېستل شوي دي.

پلخوا د نېټو خارجه وزیرانو د جمعې په ورځ د خپل غونډې وروسته به یو مشترکه بیان کې ویلي چې افغانستان نه خپل شهریان او افغان اتحادیان راوېستل یې لومړۍ ترجیح ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG