لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني: د اکوړه خټک مدرسه نه پرېږدو چې د افغانستان راتلونکی وټاکي 


افغان ولسمشر اشرف غني نن په کابل کې د ملي شورا غونډې ته د وینا په وخت ویلي، د اکوړه خټک یوه مدرسه به دې ته نه پرېږدو چې د افغانستان راتلونکی وټاکي.

صدر غني د شورا غړو نه پوښتنه کړې ٫٫ ایا اجازه ورکوو چې د اکوړه خټک یوه مدرسه زمونږ د ملت برخلیک وټاکي؟

د دغې وروسته صدر غني د کوم هیواد یا تن د نامې یادولو بغیر وویل ٫٫ د اکوړه خټک مدرسه نه پریږدو چې د افغانستان راتلونکی وټاکي.٬٬

صدر اشرف غني ویلي ٫٫ زموږ د خلکو زړه لوی دی، خو د طالبانو د تېرو څو میاشتو جنایتونه یې پر زړونو لیک دي. افغانانو سره دښمني درنه بیه لري، طالبانو دا دښمني په پيسو اخیستې، لا هم وخت شته، چې ورته ووایو دښمني پریږدۍ، دوستي پيل کړئ، دښمني نه دوی او نه هېواد ته ګټه لري.٬٬

ولسمشر وویل دوه ورځې وړاندې مې د ښځو او مدني ټولنې د استازو په شمول سیاسي او جهادي مشران او نورو اغیزمن شخصیتونه سره راټول شول او په یوه خوله د امنیتي ځواکونو ترڅنګ ودریدل.

غنی وویل "دا د افغانانو لپاره د هیله مندۍ پیغام وه نن له تاسې غواړم چې د نظام د یوه اصلي ستنې په توګه په قاطعیت، او شجاعت سره د خپلو امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړئ."

اشرف غني د ملي شورا غونډې ته د وینا په وخت ویلي، افغان ځواکونه منظم دي او د یوه داسې پلان عملي کول پیل شوي چې پر بنسټ به یې په راتلونکو شپږو میاشتو کې ارامي رامنځ ته شي او ترهګر به سخته ماتې وخوري.

صدر غني د روانې جګړې تر شا نړیوالې ترهګرې ډلې، قاچاقبران او د سیمې استخبارات یاد کړل چې افغان جګړه یې سخته او پېچلې کړي ده. نوموړي ویلي‌ ٫٫ طالبان په سوله باور نه لري او دوی هڅه کوي چې دغه هیواد د نیابتي جګړې پر ډګر بدل کړي، افغانستان پر نورو پورې وتړي او دلته تورې تیارې راولي.٬٬

افغان ولسمشر ټینګار وکړ چې سوله یې لومړیتوب دی خو زیاته یې کړه چې هیواد له یوې خوا له بهرنیو او کورنیو تلبیغاتو سره مخ دی او له بلې خوا د سولې پر وړاندې د طالبانو مقاومت افغان پوځ اړ کړی چې د جګړې پر ډګر تمرکز ډېر کړي. نوموړي د ملي شورا پر غړو هم غږ وکړ چې په دې حساسو شرایطو کې تر نورو ټولو ګټو د هیواد او ملت ګټو ته لومړیتوب ورکړي او په افغانستان کې د روانې پردۍ جګړې د ختمولو لپاره هڅه وکړي.

افغان ولسمشر اشرف غني د ملې شورا ځانګړې ناستې ته په خبرو کې وویل چې د پایداره سولې له پاره یې د قربانۍ ورکولو تر څنګ د سولې لپاره د نرمۍ څخه کار اخیستی او داسې ګامونه یې اخیستي، چې د نړۍ په هیڅ کونج کې یې حکومت د پورته کولو جرات نه لري.

ولسمشر غني همدا شان وویل، لس کاله مخکې یې په بریالیتوب سره له بهرنیو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د مسؤلیت لیږد مدیریت کړ او له افغانستان څخه له سل زره ډیر نړیوال ځواکونه ووتل خو تشه یې ډکه کړي ده.

ښاغلی غني د نړیوالو ځواکونو د وتلو له امله د رامنځ ته شویو خطرونو مدیریت خپل مسؤلیت بولي زیاتوي چې د اکوړه خټک مدرسه نه پریږدو چې د افغانستان راتلونکی وټاکي.

د ښاغلي غني په وینا د امنیتي وضېعت بدلولو لپاره یې پلان چمتو کړی او په راتلونکو شپږو میاشتو کې به هیواد کې د فتنې روانه څپه ختمه، استقرار به رامنځ ته شي او ترهګر به سخته ماتې وخوري "په دې کې هم شک نشته چې ددې پلان مهم عناصر زموږ د امنیتي او د فاعي ځواکونو ترڅنګ د خلکو بسیج دی . د دې پلان تطبیق لپاره د امریکا په مشرۍ د خپلو متحدینو منظم ملاتړ لرو.٬٬

د ملي شورا نننۍ ځانګړې غونډه کې د ولسمشر اشرف غني ترڅنګ د دواړو جرګو مشرانو او غړو، جګپوړو حکومتي چارواکو او ځینو سیاستوالو هم ګډون کړی وه.

صدر غني وویل ملي بسیج هم ضرور دی. د اردو، پولیسو او ملي امنیت دندې واضح شوي. د دې پلان د تطبیق لپاره د امریکا په مشرۍ د خپلو متحدینو منظم ملاتړ لرو. نړۍ نوره په افغانستان کې نظامي حضور نه لري، خو د اړیکو نوی فصل د استحکام او پراختیا په حال کې دی، نړۍ به زموږ مالي او پوځي ملاتړ کوي، هغه په دې اړه وویل

"د نړۍ له لوری به ستاسي دفاعي او امنیتي ځواکونو مالي او سیاسي ملاتړ دوام وکړي تاسې به وګورئ چې موږ هر ګام اخلو نړۍ به زموږ ترڅنګ ولاړه وي.٬٬

ولسمشر وویل دوه نیم کاله پخوا مې د امریکا ریس جمهور ته ولیکل چې د خپلو پاتې ځواکونو وتلو په اړه تصمیم ونیسي ډیرو خلکو غلط تعبیر درلود چې بهرنیان به په هیڅ توګه له افغانستان څخه نه وځي خو دا کار وشو هغه وایي یوه خبره دا وه چې امریکا او نور متحدین به یې له افغانستان څخه په هیڅ قیمت ونه وځي خو بالاخره دا کار وشو زموږ د اوسني وضیعت لامل دا وو چې تصمیم ناڅاپه ونیول شو." ما د امریکا ریس جمهور ته وویل چې بریکړې ته مو درناوی لرم خو پوهیدم چې دا پریکړه به ځینې پایلې ولري او د خطرونو رامنځ ته کیدل زموږ مسولیت دی."

په ورته مهال د ملي شورا دواړو جرګو په قاطع اکثریت د ولسمشر له روانو برنامو، ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو او جمهوریت څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

د ملي شورا غړو د نننۍ فوق العاده غونډې په پای کې یوه ګډه اعلامیه صادره کړه او په هغه کې یې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په دې سختو شرایطو کې د افغانستان لاسنیوی وکړي. دوی همدا راز له طالبانو وغوښتل چې روانې جګړې پای ته ورسوي، عامه تاسیسات دې نه ورانوي او د سولې خبرو ته دې حاضر شي.

د ملي شورا اعلامیه کې راغلي دجمهوري نظام، اساسي قانون، د وینا ازادۍ، د ښځو حقونو او د تېرو دوو لسیزو لاسته‌راوړنو نه ملاتړ کوي."

دغه اعلامیه داسې مهال صادرېږي چې په هېواد کې جګړې اوج ته رسېدلې دي خو ولسمشر غني ژمنه کړې چې وضعیت به کنټرولېږي او ترهګرې ډلې به خپلو موخو ته و نه رسېږي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG