د روس صدر ولادېمیر پوتین ویلي چې د روس نه پاکستان ته د پایپ (نل) دلارې د تېلو رسد ممکن دی او د دې دپاره ضروري بنیادي اډاڼه هم موجود ده.
د روېټرز خبري ادارې ترمخه، د روس حکومتي خبري ادارې ار ايي ای وویل صدر پوتین دغه خبره د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف سره په د ازبکستان په سرښار سمرقند کې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په ملاقات کې وکړه.
د صدر پوتین او د وزیراعظم شهباز شریف دغه ملاقات د شېنګايي کواپرېشن ارګناېزېشن، اېس سي او، د سر مشرانو د غوڼدې په څنډه کې وشو.
د اېس سي او دوه ورځنۍ غونډه د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په سمرقند کې شروع شوه چې پکې د صدر پوتین ترڅنګ، د چین صدر ژي جېنپېنګ او د پاکستان وزیراعظم شهبازشریف ترڅنګ د سیمه ايزې همکارۍ د دې تنظیم نور غړي ملکونه شرکت کوي.
د اېس سي او نور غړي ملکونه هندوستان، قراقستان، کرغستان، تاجکستان او ازبکستان دي. افغانستان، بېلاروس او منګولیا د اېس سي او د مبصرینو ملکونو په ډله کې شامل دي.
د روېټرز خبري ادارې ترمخه، د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبدالله هیان د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل په اېس سي او کې د ایران د شمولیت دپاره توافقنامه لاس لیک کړی شوه.
د رویټرز په رپورټ کې پاکستان ته د روسي تېلو د رسد په باره کې د صدر پوتین د خبرو نور تفصیل نه و.
یادونه: د دې خبر معلومات د رویټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي