لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزیراعظم عمران خان وايي د ملک اقتصاد په سمه لار روان دی


اقتصادي پوهان وايي د کال په حساب د پاکستان د ترقۍ شرح د دوه فیصد نه کمه ده او د پاکستان په رنګ ملک کې چې د ګرانۍ شرح نهه فیصد وي، د اقتصادي پرمختګ دغه کچه هیڅ معنا نلري
اقتصادي پوهان وايي د کال په حساب د پاکستان د ترقۍ شرح د دوه فیصد نه کمه ده او د پاکستان په رنګ ملک کې چې د ګرانۍ شرح نهه فیصد وي، د اقتصادي پرمختګ دغه کچه هیڅ معنا نلري

د پاکستان وزيراعظم عمران خان ویلي د هېواد اقتصاد په سمه لار روان شوی دی.

عمران خان په ټوېټر یو بیان کې وویل د روان مالي کال د جولاې په مياشت کې د هېواد د جارى کهاتې په بېلنس کې 42 کروړه ډالر فاضل رقم جمع شوی او دا رجحان ښايي چې د هېواد معیشت په سم لوري روان دی.

وزیر اعظم وویل د 2019 د جون په میاشت کې د کرنټ اکاونټ خساره 61 کروړه ډالر وه او کال2020 د جون په میاشت کې هم دا خساره 10 کروړه ډالر ته راکوزه شويده.

عمران خان په خپل ټویټ کې وویل په خساره کې کمی په برامداتو کې د پرله پسې زیاتوالي له امله راغلی او د سږ کال د جون په مقابل کې په برامداتو کې ۲۰ فیصد اضافه شوي ده. عمران خان په اقتصاد کې د بهترۍ یو سبب په ترسیلات زر کې زیاتوالی هم بولي.

اسلام اباد څخه د وي او ای ډیوه خبریال ارشدحسین په خپل رپورټ کې وايي د عمران خان د ټویټ په ځواب کې منصوبه سازۍ وزیر اسد عمر په خپل ټویټ پیغام کې وویل د پخواني وزیراعظم نوازشریف په دور کې په زرمبادله کې د دوه ارب ډالرو کمی دوه څلوېښت ډالر ته راکمه کړې ده.

د اقتصادي شمار شمېرو ادارې ټرېډنګ اکنامکس مطابق د په ۲۰۱۷ کې د پاکستان د جاري کهاتي خساره څلور نیم ارب ډالر، په ۲۰۱۸ کې څه دپاسه شپږ ارب ډالر او تېر کال دغه خساره درې ارب او ۱۶ کروړ ډالر وه چې د پاکستان د اقتصاد د ښه کېدل څرګندوي خو پوهان وايي که چېرې دې شمېرو ته د ملک د مجموعي اقتصادي صورتحال په تناظر کې وکتل شي نو د اقتصاد حالات د وزیراعظم عمران خان د دعوو برعکس ښکاري.

د پېښور یونیورسټۍ د اقتصادو د څانګې استاز پروفېسر زلاکت خان وي او ای ډیوه ته وویل کله چې د روانې کهاتې خساره کمیږي نو دا د یو ملک اقتصادي بهتري ښايي.

خو پروفېسر زلاکت خان وايي د پاکستان په جاري کهاته کې د خسارې کمی د اقتصاد ښه والی نه څرګندوي. هغه وايي د سمندر پورې پاکستاني کارکوونکو چې کومې پېسې وطن ته رالیږلي د خسارې په کمي کې یې ډیره مرسته کړې ده.

پروفېسرزلاکت خان وویل د جون به مقابل کې د خسارې شرح د ۹۸۱ مېلین ډالر نه ۹۶ مېلین ډالر ته راکمه شوي ده چې یو سبب پکې د پاکستان په امپورټس یا وارداتو کې ۱۳ فیصد کمی هم دی. هغه زیاته کړه پاکستان ته ترسیلات زر ۵۱ فیصد زیات شوي دي. هغه زیاته کړه چې د پاکستان په صادراتو کې هم ۱۲ فیصد کمی شوی دی.

اقتصادي پوهان وايي د کال په حساب د پاکستان د ترقۍ شرح د دوه فیصد نه کمه ده او د پاکستان په رنګ ملک کې چې د ګرانۍ شرح نهه فیصد وي، د اقتصادي پرمختګ دغه کچه هیڅ معنا نلري.

د اقتصادي چارو خبریال مهتاب حېدر وي او ای ډیوه ته وویل د کرنټ اکاونټ یا د جاري کهاتې خساره څه بده خبره نه ده خو دا هله بده شي کله چې د دغۍ خسارې پوره کوولو دپاره د زیات شرح سود قرضې اخیستل کېږي.

مهتاب حېدر وايي که حکومت د روانې کهاتې خساره فاضل کړې ده نو دا اقتصاد د فشار لاندې د ساتلو دلارې شوې ده، برامدات نه دي زیات شوي او په درامداتو کې کمی راوستل شوی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG