دبرتانیې د دریم باچا چارلس اؤ پخوانۍ شهزادګۍ لیډي ډيانه زوي هیري ویلي ده په افغانستان کې دخپل ماموریت ترسره کولو په مهال 25 کسان وژلي، چې په دې وژنو نه خو ویاړ کوي اؤ نه پرې پښیمانه دی.
نړیوالې خبري شبکې رایټرز پخپل رپورټ کې ویلي شهزاده هیري دخپل ژوند لیک په کتاب" سپیئر" کې لیکلي چې دا پینځویشت وژنې هغه افغانستان کې داپاچي هیلي کاپټر د پایلوټ په توګه دماموریت ترسره کولو په مهال کړې دي.
شهزاده هیري وایي هغه دپایلوټ په توګه افغانستان کې شپږ هوایي اهداف ترسره کړي وؤ اؤ په دغو اهدافو کې یې ټول ټال پینځویشت کسان په نخښه کړي وؤ.
دهیري په وینا دخپل ماموریت په مهال دهغه لپاره دخپل هدف په نخښه کول داسې وؤ لکه دشطرنج په لوبه کې چې مهرې یا ګیټۍ غورځول کیږي.
دپاکستان ډان ورځپاڼې د الجزیزه بهرنۍ خبري شبکې د رپورټ په اساس ویلي شهزاده هیري دبرتانیې په پوځ کې تر لسو کالو ماموریت ترسره کړی دی اؤ برتانوي پوځيان دامریکې دایتلافیانو په توګه افغانستان ته دترهګرو په ختمولو پسې تللي وؤ.
شهزاده هیري تر دې وړاندې کله هم په ډاګیز ډول نه وؤ ویلي چې هغه افغانستان کې څومره خلک وژلي دي خو اوس یې پخپل ژوند لیک کې ویلي چې دخپل ماموریت په دوؤ ساعتو کې یې څه کړي هغه هرڅه په ریکارډ وؤ.
هغه دخپل دې عمل وجه دناین الیون بریدونه اؤ دغو بریدونو کې داغېزمنو کورنیو دغړو سره لیدنه کې نه ورانیدونکي نقشونه بللي دي.
هغه لیکلي چې کوم خلک ددې (ناین الیون) پېښې ذمه واران اؤ پلویان دي هغه دانسانیت تر ټولو ستر دښمنان دي اؤ افغانستان کې دهغوئ پرضد جګړه کول دده لپاره ددې جرم انتقام اخستل وؤ.
دناین الیون دترهګریزو بریدونو نه وروسته امریکا اؤ دناټو ځواکونه په کال 2001 افغانستان ته دترهګرو په ختمولو پسې تللي وؤ تر شل کلنې جګړې وروسته په اګست 2021م کې بیا دا ځواکونه له افغانستانه وتلي وؤ .
په دې شل کلنه جګړه کې په زرګونو کسان وژل شوي چې زیاتره پکې عام افغان وګړي شامل دي