په داسې حال چې په نړۍ کې د اکتوبر مېاشتې پینځمه نېټه د استاذانو نړیواله ورځ (ورلډ ټیچرډي) لمانځل شوی، په پېښور کې د یو ځايي کالج پروفیسر د نامعلومه کسانو لخوا په ډزو وژل شوی.
د پېښور د پولیسو ترمخه پروفیسر نعیم الدین خټک چې د پېښور ساېنس سپېریر کالج کې د پروفیسر دنده ترسره کوله، د ګل/ دوشنبې په ورځ هغه وخت نامعلومه کسانو په ډزو وژلی کله چې نوموړی د کالج نه کور ته روان وو.
دغه پېښه د پېښور یکه توت پولیسو تاڼې په حدودو کې په رڼا ورځ رامنځ ته شوې. پروفیسر نعیم الدین خټک د پېښې په ځاې کې ساه ورکړې.
د پروفېسر نعیم الدین خټک وریرې وي او ای ډیوه ته د دغه پېښې پخلی کړی او زیاته کړې یې ده چې د کورنۍ یې د چا سره هم دښمنې نه او د کورنۍ غړي یې د پولیسو په تاڼه کې رپورټ درج کړی. د پولیسو په وینا د دغه پېښې اېف ايي ار درج کړی شوی.
د پروفېسر نعیم الدین خټک د وړوکوالي راهسې نژدې ملګري رحیم شاه ایډوکېټ د دغې پېښۍ په اړه وي او ای ډیوه سره د خبرو په وخت ویلي، ٫٫ نعیم الدین د سیاست یا نورو هلو ځلو سره هیڅ علاقه نه لرله او نه یې پکې برخه اخستله. هغه یو استاذ وو د درس و تدرېس سره یې مینه لرله. کورنۍ یې هم د چا سره څه قسمه دشمني نه لرله او نه یې د وژنې علت معلوم دی.
رحیم شاه اېډوکېت وړاندې ویلي، څنګه چې د پښتنو په وطن کې حدفي وژنې روانې دي، دا هم دغه شان د حدفي وژنې یوه پېښه ده. نوموړی زیاتوي ګرده نړۍ کې د استاذانو نړیواله ورځ لمانځل کیږی، هغوي ستاېل کیږي خو په دې ورځ د پښتنو په خاوره په رڼا ورځ د نامعلومه کسانو لخوا په ډزو وژل کیږي.
د پروفیسر نعیم الدین خټک د وژنې د پېښې وروسته په ټولنیزو رسنیو هم دغه پېښې ته سخت غبرګون ښودل شوی.