لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ټي ټي پي وژل شوی اهم مشر عمر خراساني څوک و؟


عمر خالد خراساني
عمر خالد خراساني

د لاقانونه ګرځول شوې تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] او امنيتي ادارو سرچينو ډيوه ته تاييد کړه چې د تحريک طالبان پاکستان مهم مشر عبدالولي چې د عمر خالد خراساني په نوم مشهور وو، په افغانستان کې په يوه بمي چاودنه کې وژل شوی دی.

د ټي ټي پي سرچينو ډيوه ته ويلي عمرخالد خراساني سره د ملګرو تيره شپه د افغانستان پکتيکا صوبې د بېرمل ولسوالۍ/ضلع کې د سړک غاړې ښخ بمي چاودنې ښکار شوی او هغه سره درې نور ملګري هم وژل شوي دي.

ټي ټي پي ويلي د عمر خراساني په اړه به تفصيلي بيان جاري کوي.

عمر خالد خراساني په داسې حال کې وژل شوی چې د پاکستان د حکومت د ټي ټي پي سره مذاکرات روان دي او هغه په دغو مذاکراتو کې مهم رول درلود خو د طالبانو لخوا يې سخت دريځ لرلو.

څيړونکې او خبريال مشتاق يوسفزی وايي د عمر خالد خراساني د وژلو سره به په مزاکراتو اثر پريوځي خو د پاکستان حکومت او ټي ټي پي دواړه غواړي چې مذاکرات کامياب شي، خو اوس به کتل دا وي چې ټي ټي پي د خراساني وژنې ته څه عکس العمل ښايې.

عبدالولي/ عمر خالد خراساني څوک وو؟

عمرخالد خراساني د مومندو د تحصيل صافو اوسيدونکی وو، عمر يې نزدې 45 کاله ښودل کيږي، ابتدايي تعليم يې هم په خپل کلي کې کړی وو بيا کراچۍ ته يوې مدرسې ته ديني زدکړو له تللی وو، هغه د حرکت المجاهدين په نوم تنظيم کې اولني فعاليتونه پېل کړي کوم چې د کشمير جګړه کې برخه اخسته خو ويلی کيږي چې هغه په جګړه کې نېغ په نېغه برخه نه وه اخستې.

خراساني په 1996 کې په افغان طالبانو کې شامل شوی وو، د کال 2002 وروسته خپلې علاقې ته راستون شوی وو، او د ټي ټي پي جوړيدو وروسته يې پاکستان کې عمليات پېل کړي وو.

عمرخالد خراساني په 2007 کې د اسلام اباد په لال مسجد د پوځي اپريشن وروسته په مومندو کې د ترنګزو باباجي جماعت ته د لال مسجد نوم ورکړو او د هغې وروسته يې په مومندو کې شرعي عدالتونه ولګول خلکو ته به يې سزا ګانې ورکولې او د مومندو په ډېرو برخو يې عملداري قايمه کړې وه.

هغه په کال 2013م کې د ټي ټي پي مشر حکيم الله محسود په ډرون بريد کې د وژل کيدو وروسته د سوات سره تعلق لرونکي د ټي ټي پي نوي مشر ملا فضل الله سره اختلافات زيات شو او په کال 2014م کې يې د جماعت الاحرار په نوم د ځانله نوې ډلې اعلان وکړو، جماعت الاحرار د ټي ټي پي نه جدا کيدونکي مضبوطه ډله ګڼل کېده.

جماعت الاحرار په مومندو امبار سيمه کې په جمات، پاړه چينار، لاهور کې عيسايي مذهب لرونکو باندې ځانمرګي بريدونو ترڅنګ د ګڼ شمېر حملو زمه وارۍ منلې وې.

په جماعت الاحرار باندې په کال 2017 کې د ملګرو ملتونو لخوا پابندۍ ولګول شوي او د امريکا لخوا د عمر خالد خراساني په سر د درې ميلينه ډالرو انعام اعلان شوی وو. په 2014 کې د خېبرپښتونخوا حکومت هم په خالد عمر خراساني د یو نیم کروړ روپو انعام اعلان کړی وو.

جماعت الاحرار په کال 2020 کې يو ځل بيا د ټي ټي پي برخه جوړه شوه او د يوې مضبوطې ډلې په حېث ګڼل کيده.

عمرخالد خراساني د پاکستاني حکومت سره روانو مزاکراتو کې مهم رول لوبوو، او ويل کيږي په مزاکراتو کې يې سخت دريځه موقف خپل کړي وو.

د عمر خالد خراساني او د ملګرو د وژنې زمه واري يې لا چا نه ده منلې.

د افغان طالبانو لخوا هم په دې اړه تراوسه څه نه دي ويلي شوي او نه د پاکستان حکومت یا پوځ په دغه اړه څه بيان ورکړی دی.

خالد خراساني په داسې حال په افغانستان کې وژل شوی چې د روانې مياشتې په لومړيو کې په کابل کې د القاعده مشر اېمن الظواهري هم په يو ډرون بريد کې وژل شوی وو.

[په دې خبر کې ځينې معلومات د وي او اې ډیوه خبريال فضل عزيز شريک کړي دي].

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG