لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سېنېر جرنلسټ رحیم الله یوسفزي په مړینه د وزیراعظم، نورو مشرانو او صحافیانو خفګان


رحیم الله یوسفزۍ
رحیم الله یوسفزۍ

د پاکستان وزیراعظم عمران خان، د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه، د مخالفو سیاسي ګوندونو مشرانو، سیاستمدارانو، صحافیانو، او د افغان طالبانو یو شمېر مشرانو د وتلي او تجربه کار پښتون سېنېر خبریال رحیم الله یوسفزي په مړینه د خفګان اظهار کړی دی.

عمران خان پخپل ټویټر پانه لیکلي، "د رحیم الله یوسفزي د وفات د خبر په اورېدو سخت خفه شوم. هغه د پاکستان د یو شمېر قابل احترامه خبریالانو په ډله کې و. هغه یو رایه جوړوونکی و چې لیکنې به یې په پوره تحقیق یا څېړنو ولاړې وې. زما دعاګانې او همدردۍ د هغه له کورنۍ سره مل دي."


د پاکستان د پوځ ویانده ادارې، ډي جي آئی اېس پي آر، هم په یو بیان کې ویلي چې د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه د رحیم الله یوسفزي په مړینه د ژور خفګان اظهار کړی دی.
بل اړخ ته د مسلم لیګ نواز ګوند سره تعلق ساتونکی او په قامي اسمبلې کې د مخالفو ګوندونو مشر، شهباز شریف په خپل ټویټر کې لیکلي: «د رحیم الله یوسفزي په مرګ مې زړه مات شو. یو تجربه کار جرنلسټ، پوخ څېړونکی او پوره ښاغلی و. د هغه مرګ د جرنلیزم په ډګر کې یوه لویه تشه پرځای پرېښوده. هغه د خطې د سیاست په برخه کې، په خصوص د افغانستان او د ترهګرۍ ضد جګړې په برخو کې د یو ډېر معتبر آواز خاوند و.»


د رحیم الله یوسفزي د کورنۍ په وېنا هغه پرون د زیارت/پنجشنبې په ورځ د کېنسر یا سرطان ناروغۍ دلاسه وفات شو او جنازه به یې په مردان ضلع کې د جمعې په ورځ د هغه په پلزني کلي غونډو اېنځرګي کلي کې یوولس بجې ادا کولی شي. هغه په کال ۱۹۵۴ کې زېږېدلی و.

د رحیم الله یوسفزي په صحافتي ژوند کې د القاعده د پخواني مشر اوسامه بن لادن او د طالبانو د تحریک باني ملا محمد عمر سره د هغه مرکې ډیرې اهم ګڼل کېدې.

په پېښور کې مېشته رحیم الله یوسفزی د پاکستان انګریزۍ ژبې ورځپاڼي دي نیوز په پېښور کې مشر یا اېډیټر و او د دې نه علاوه یې د یو شمېر نړیوالو مطبوعاتي ادارو سره کار کوو.

رحيم الله يوسفزي د بي بي سي لپاره د اففانستان او پاکستان د یو ماهر په توګه کار کوو.

رحیم الله یوسفزي د یو شمېر هغو ځوانانو د پاره د استاذ حېثیت هم لرلو چې په پېښور کې یې صحافت شروع کړی و.

د رحیم الله یوسفزي سره صحافت په شروع کوونکو کې د وي او ای ډیوه څانګې مشر نفیس ټکر هم دی.

ښاغلی ټکر د رحیم الله یوسفزي په اړه لیکي چې د یوسفزي صېب د خبریالۍ په سفر کې د القاعده د وژل شوي مشر اسامه بن لادن سره دوه ځله مخامخ مرکې او د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر سره ليدل او مرکې ډېرې مهمې ګڼل کېږي.

نوموړی د پاکستان په حکومتي او شخصي ټېلېوېژنونو او بهرنۍ مېډيا کې تل د سيمې د حالاتو د ماهر په توګه پېژندل شوی وو.

د پاکستان د ډېرو سیاسي ګوندونو مشرانو په رحیم الله يوسفزي باور کولو. نومړي یو ځل ويلي وو چې د پاکستان د انتخابونو په ورځو کې سیاسي مشرانو غوښتل چې د حکومتي ټېلي وېژن سره د ټاکنو وړاندې په مرکو کې دې د هغوی سره په ناستو خبریالانو کې رحیم الله یوسفزی هم وي. د دې علت دا و چې نوموړی د پاکستان په سیاست کې د یو بې طرفه خبریال په توګه شهرت لرلو.

د رحیم الله یوسفزي د مرګ په اړه په پېښور کې د ډان ورځپاڼې مشر اسماعیل خان په ټوېټر وویل رحیم الله یوسفزي د کېنسر ناروغۍ له امله ساه ورکړه او په ورستیو ورځو کې ډیر کمزوری شوی و.

اسماعیل خان په خپل پېغام کې وویل رحیم الله یوسفزی نه یوازې یو مشهور صحافي و بلکې د هغه مشر او رهنما هم وو.

نورو ډیرو کسانو رحیم الله یوسفزي ته پېروزنې وړاندې کړې، د هغه د شخصیت او د صحافت په مېدان کې یې د هغه د خدماتو ستاینه وکړه.

د خبریالانو د ترڅنګ د ژوند د بېلا بېلو طبقو خلکو د هغه په مرګ د رحیم الله یوسفزي شخصیت او په صحافت کې د هغه خدماتو ته پېروزونې وړاندې کړې.

خبریال مطیع الله جان وايي رحیم الله یوسفزی د پاکستان په معزز ترینو خبریالانو کې شامل و او د هغه په مرګ د صحافت یو درو اختتام ته ورسېدو.

توصیف سبیح ګوندل په ټوېټر د رحیم الله یوسفزي په مرګ لیکلي چې د صحافت یو ځلانده "ستوری ګل" شو.

د طالبانو د کابېنې ځینو غړو هم د رحیم الله یوسفزي په مرګ خفګان څرګند کړی چې پکې انس حقاني هم شامل دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG