لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور: پښتون قام پاله سياستوال، قانون پوهه د سپريم کورټ بار مخکینی مشر عبداللطيف اپريدی په ډزو ووژل شو


لطيف اپريدی چې روغتون ته وړل کېدو په لار کې يې ژوند د لاسه ورکړی دی
لطيف اپريدی چې روغتون ته وړل کېدو په لار کې يې ژوند د لاسه ورکړی دی

د پاکستان سپريم کورټ بار پخوانی مشر وکيل قانون پوهه او قام پاله سياستوال عبداللطيف اپريدی باندې د پېښور هايکورټ په بار روم کې يو تن ډزې کړي او وژلی یې دی.

د پېښور پوليسو اېس اېس پي اپرېشن کاشف عباسي د پېښې په اړه مطبوعاتو سره په خبرو کې وويل، عبداللطيف اپريدی د پېښور هايکورټ بار روم کې ناست وو عدنان سميع اپريدي نومې تن پرې ډزې کړي او ژوبل شوی وو.

هغه وويل، لطيف اپريدی چې روغتون ته وړل کېدو په لار کې يې ژوند د لاسه ورکړی دی.

هغه زياته کړه چې ډزې کوونکی تن پولیسو نيولی او د پېښې پلټنې يې پېل کړي دي.

د پېښور د لېډي ريډنګ روغتون مطبوعاتو سره په شریک کړي خبر کې ويلي، نوموړی وکيل روغتون ته په مړ حالت کې وړل شوی او هغه شپږ ډزه لګېدلی دی.

وزيراعظم شهباز شريف او د پيپلز ګوند شريک مشر او پخواني صدر اصف علي زرداري او ګڼو نورو کسانو د لطيف اپريدي وژنه غندلې او د افسوس څرګندونه یې پرې کړې ده.

لطیف اپريدی

عبداللطيف اپريدی چې په لطيف لالا یاد وو قانون پوهه او پښتون سياستوال وو. نوموړی دا وخت د ملي جمهوري غورځنګ مهم مشر وو.

نوموړی د عوامي نيشنل ګوند د خېبرپښتونخوا صوبې مشر او جنرل سيکرټري په عهدو او د قومي اسمبلۍ غړی هم پاتې شوی وو، هغه د پېښور هايکورټ مشر او پاکستان بار کونسل شريک مشر هم پاتې شوی وو.

د ويکيپډيا ترمخه نوموړی په کال 1943 کې د خېبر ضلعې په تيراه کې زېږېدلی او په 1966 کې يې پېښور کې ماسټري کړې وه. هغه بيا د وکالت ډګري ترلاسه کړې وه.

نوموړي په 1979 کې د غوث بخش بزنجو په مشرۍ پاکستان نيشنل پارټۍ کې شموليت کړی او د خېبرپښتونخوا مشر ټاکل شوی وو او کله چې نيشنل پارټي په عوامي نيشنل پارټۍ کې شامل کړی شوه هغه بيا د صوبې مشر جوړ کړی شوی وو.

نوموړی د پېښور هايکورټ بار مشر او عوامي نيشنل ګوند د وکیلانو د څانګې مشر هم پاتې شوی او پينځه ځله د پېښور هايکورټ مشر جوړ شوی وو او د وکيلانو په تحریک کې يې مهم کردار لوبولی وو.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG