لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: په هرنايي کې د عوامي نېشنل ګوند د غړي د وژنې وروسته شروع شوي احتجاجي ناسته دوام لري


په هرنايي کې پرلت
په هرنايي کې پرلت

د پاکستان د بلوچستان صوبې په هرنايي ضلع کې د يو احتجاج په وخت په ډزو کې د عوامي نېشنل ګوند غړي د وژنې وروسته پېل شوي احتجاجي ناسته لا دوام لريږ

په احتجاج کې د وژل شوي تن جسد هم اېښودل شوی وو چې تير ماښام خاورو ته وسپارل شو.

عوامي نېشنل ګوند تور لګوي په 14م اګست د احتجاج په مهال د امنيتي اهلکارو په نېغو ډزو کې د ګوند یو غړی خالقداد ووژل شو او څو نور تنه وژل شوي وو.

د پاکستان د پوځ وياندې اداﺭې يو لوړ پوړي چاﺭواکي د عوامي نېشنل ګوند د مشر دا تورونه رد کړل او د نوم نه ښکاره کولو په شرط يې وي او اې ډيوه ته ويلي، د چ پېښې په اړه ايي ايس پي ار په خپل بيان کې واضح ليکلي دي چې د ترهګرو د بريد په ځواب کې پوځي عسکرو هم ځوابي ډزې وکړې او په دې وخت کې به د سيمې خلک لګېدلي او ټپيان شوي دي.

د یادې پېښې وروسته په سيمه کې عوامي نېشنل ګوند او ځايي خلکو احتجاجي پرلت پېل کړی دی.

تير ماښام د عوامي نيشنل ګوند د بلوچستان صوبې مشر اصغر خان اڅکزي پرلت ته په وېنا کې ويلي د دغه "پېښې مقدمه دې درج شي، د دې پېښې عدالتي پلټنې دې وشي چې هر څه په ډاګه شي، د عامې ابادۍ څخه دې چيک پوستې لرې کړی شي، د علاقې واک اختيار دې د ډپټي کمشنر او ضلعې انتظاميې سره وي، وژل شوی غړی دې شهيد وګرځول شي او د شهيد حقونه دې ورکړل شي او ژوبلو ته دې معاوضه ورکړی شي".

نوموړي د زيارت/ پنجشنبې په ورځ [18 اګست] وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وويل، تير ماښام د بلوچستان صوبې د کورنیو چارو وزیر ضیا لانګو پرلت ته ورغلی او د پرلت جوړې کمېټۍ ورته خپلې غوښتنې وړاندې کړي او هغه بيا په ځواب کې ویلي چې د حکومت سره به دغه غوښتنې شريکوي او بيا به دوی ته ځواب وايي.

د عوامي نېشنل ګوند د بلوچستان صوبې جنرل سيکرټري مابت کاکا وايي دغه پرلت ته د ټولو سياسي ګوندونو او ځايي خلکو ملاتړ ترلاسه دی او د پرلت کمېټۍ پرېکړه کړې چې څو پورې يې غوښتنې نه وي منل شوي تر هغې به پرلت روان وي.

په 14م اګست پوځ ویلي وو چې د اګست د 13 م او 14م ا ګست په منځنۍ شپه کې ترهګرو د بلوچستان په هرنايي خوست کې د امنیتي ځواکونو پر پوسته برید کړی وو، خو پوځ د ترهګرو بريد په کاميابۍ سره شنډ کړی وو.

مابت کاکا وايي، په دغه شپه په خوست/کوسټ کلي کې ټوله شپې ډزې شوې او سهار بيا معلومه شوې وه چې په ډزو کې يو ماشوم او دوه تنه په کورونو کې په ډزو ژوبل شوي وو، بيا د عوامي نېشنل ګوند په ګډون ځايي خلکو چې پکې نور سياسي غړي هم شامل وو، دوی په سهار له احتجاج کړی وو او په احتجاج کوونکو ډزې شوې د دوی يو غړی پکې وژل شوی او درې تنه پکې ژوبل شوي وو.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG