لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

احتجاج کونکي گوادر ته د حق ورکولو غوښتنه کوي، احتجاجي ناسته يې د دوو میاشتو راھسې دوام لري


 حکومت ویلي پرلت کوونکي د گوادر بندر دروازې پله تلل د امنیتي صورتحال په خاطر پولیسو ځوابي کارروایي کړ‎ې دہ۔
‎د مولانا ھدایت الرحمان په خبره د چینایانو یې ځکه غوښتنه کړې چې په ګوادر کې د ترقۍ پر نامه د روانو پروژو څخه د ګوادر ځايي خلکو ته هيڅ ګټه نه ده رسيدلې
 حکومت ویلي پرلت کوونکي د گوادر بندر دروازې پله تلل د امنیتي صورتحال په خاطر پولیسو ځوابي کارروایي کړ‎ې دہ۔ ‎د مولانا ھدایت الرحمان په خبره د چینایانو یې ځکه غوښتنه کړې چې په ګوادر کې د ترقۍ پر نامه د روانو پروژو څخه د ګوادر ځايي خلکو ته هيڅ ګټه نه ده رسيدلې

‎ګوادر ته حق ورکړئ " حق دو تحريک "د تيرو 2 مياشتو راهيسي احتجاجي پرلت روان دی د تحريک مشر مولانا هدايت الرحمان په ګوادر کې د بېلا بیلو کمپنيو چينایي کارکوونکو څخه غوښتنه کړې چې په احتجاج کې دې د ګوادر د خلکو ملګرتيا وکړي۔

مولانا هدايت الرحمان وویل "د چينایي کارکوونکو څخه غوښتنه لرو چې تر څو د پاکستان حکومت له لوري زمونږ غوښتني نه وي منل شوي دوی دې په ګوادر کې کار کول پرېږدي، خو که چينايي کارکوونکي د ګوادر د خلکو سره و نه درېږي دا به په دې معنا وي چې د پاکستان د حکومت په څېر له دوی سره هم د ځایي خلکو فکر نشته"۔

احتجاج کوونکو ویلي حکومت تیرہ شپه د دوی د لرې کولو دپارہ په اوښکې بھیونکی گېس ورورلی دی۔

حکومت ویلي پرلت کوونکي د گوادر بندر دروازې پله تلل د امنیتي صورتحال په خاطر پولیسو ځوابي کارروایي کړ‎ې دہ۔
‎د مولانا ھدایت الرحمان په خبره د چینایانو یې ځکه غوښتنه کړې چې په ګوادر کې د ترقۍ پر نامه د روانو پروژو څخه د ګوادر ځايي خلکو ته هيڅ ګټه نه ده رسيدلې۔

ھغه ویلي په ګوادر کې تر اوسه روزګار، بجلۍ، تعلیم، صحت، او د څښلو پاکې اوبه نشته۔

مولانا زياته کړه چې دوی د پاکستان ښاريان دي، ټيکس د پاکستان حکومت ته ورکوي خو په خبره يې کې غوښتنې ونه منل دا به په دې مانا وي چې دواړو حکومتونو له لوري دوی لوټل کېږي۔

‎د بلوچستان ساحلي ښار ګوادر چې تر درې لکه پورې ابادي لري، دګوادر بندرپه نړۍ کې د ژور او تودو اوبو ساحل لرونکی ښار بلل کېږي۔ په 2015 کې د چين او پاکستان ترمينځ د “پاکستان چين اکنومک کوریډور يا سي پيک “په نامه د اربونو روپو پروژه پيل شوې وه۔

د دواړو هیوادونو د حکومتي چارواکو لخوا په څو واري ويل شوي چي ياده پروژه به د ګوادر ښار او بلوچستان د ترقۍ او پرمختګ سبب سره به ټوله سيمه په ټولنيز اقتصادي توګه پياوړې کړي۔

‎دمولانا هدايت الرحمان په وينا چي د ګوادر خلګ د تيرو دوو مياشتو څخه پر احتجاج دي دوی له حکومت څخه په ګوادر کې د غېر قانوني ټرالر يا د ماهييانو نيولو د بندولو غوښتنه لري۔ د ھغه په خبره يې کوم ټرالرز چې تللي وو بيرته راستانه شوي او په ناقانونه توګه د ګوادر په اوبو کې د ښکار کولو اجازه يو چا ته نه ورکوي۔

مولانا ادعا کوي چې په ګوادر کې په غير قانوني توګه دماهيانو په نيولو کې فشريز، وفاقي اداې او وزيران لاس لري۔ هم داسي د بارډر کاروبار، بته يا په غير قانوني توګه روپۍ اخيستل، د کورونو، سکولونو او هسپتالونو پر بامونو باندي چيک پوسټونه، په مکران کې په لويه کچه نشيي توکي خرڅيږي چي له کبله يې ښار او کلي اغيزمن شوي۔

‎د نومبر پر 16مه په يوه سرکاري خبر کې خبر ورکړل شوی وو چې يو چاته هم په ناقانونه توګه د ګوادر په اوبو کې د ښکار کولو اجازه نه ورکول کېږي۔ په دي لړ کې د ماهيانو د محکمې ( فيشريز ډپارټمنټ) په غوښتنه د ګوادر په جيونې سېمه کې يو غير قانوني ټرالر يا لويه ښکاري کيښتۍ نيول شوې وه چې پکې 17 کسان چې په غير قانوني توګه ېې ښکار کاوه، نيول شوي وو۔

په ورته وخت کې د وزیر اعلا بلوچستان ميرعبدلقدوس بزنجو لخوا په ګوادر کې د پرلت کونکو سره د خبرو په موخه د بلوچستان د کورنیو چار وزیر میر ضیاء لانګو او صوباي وزیرعبد الرشید بلوڅ ګوادر ته لېږل شوي وو۔ ګوادر ته له رسیدو او د پرلت کونکو سره د لیدو پس ضیاء لانګو خبریالانو سره په خبره کې وویل، "”دا مسله يواځي د ګوادر مسله نه ده بله د پوره بلوچستان مسله ده،د ګوادر هره مسله د بلوچستان حکومت سره تړلې، داسي نه ده چي حکومت د لاپرواهۍ ښکار دی، پر هرڅه مو نظر دی، او د هرڅه څخه خبر يو، ګوادر که سرکاري کس راځي هغه د صوبايي حکومت په نمایندګۍ راځي۔ګوادر ته د راتګ پس مو د مولانا سره پر هره مسئله خبري وکړې او په دوه اړخيزه توګه مو دمسائل هوارولو هڅه وکړه، ډير په خوشحال او سنجيده ماحول کې مودمولانا سره مزاکرات پاي ته ورسول"۔

د ګوادر د ځايي خلګو له لوري تردې وړاندې د مولانا هدايت الرحمن په مشرۍ کې په کال 2021 له 15م نومبر څخه تر 16م دسمبر پورې په ګواد کې پرلت وهلی و چې د وفاقي او ايالتي حکومتنو څخه يې ټولي 19 غوښتنې کړي وې۔ چې وروسته د دسمبر پر 16مه د بلوچستان وزيراعلا ميرعبدالقدوس بزنجو ورسره منلې وې اواحتجاج له ليکل شوې معاهدې پس پای ته رسېدلی و.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG