لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد کې د پارلېمنټ مخې ته د احتجاج کوونکو غوښتنه وه چې سپریم کورټ دې د دوی بې درکه خپلوان ولټوي


په پاکستان کې انساني حقونو تنظيمونه په تکرار له حکومت څخه غوښتنه کوي چې که په لادکه کسانو کوم تورونه وي نو هغوی دې عدالت ته وړاندې کړل شي او د قانون مطابق د سزا جزا سلکو دې ورسره وکړی شي
په پاکستان کې انساني حقونو تنظيمونه په تکرار له حکومت څخه غوښتنه کوي چې که په لادکه کسانو کوم تورونه وي نو هغوی دې عدالت ته وړاندې کړل شي او د قانون مطابق د سزا جزا سلکو دې ورسره وکړی شي

د اسلام آباد په ډي چوک کې پارليمان ته مخامخ د لادرکه تنانو خپلو خپلوانو يو ځل بيا د بشري حقونو غير دولتي تنظيم ډيفنس آف هيومن رايټس په انتظام احتجاجي پرلت وکړو چې پکې د ګڼ شمېر ښځينه او ماشومانو ترڅنګ سياستمدارانو او د بشري حقونو فعالانو ګډون وکړو.

احتجاج کوونکو د پاکستان په استخباراتي او امنيتي ادارو د خلکو په زوره د لا درکه کولو تورونه پورې کړل او د سپریم کورټ مشر قاضي نه یې غوښتنه کوله چې د دوی خپل خپلوان دې زر تر زره وموندل شي.

د پاکستان پوځي چارواکي د خلکو په بې درکه کېدو د امنیتي او استخباراتي ادارو د ککرتیا خبره ردوي.

په احتجاج کې شریک د یو لادرکه تن ورور ګل حبيب وویل " زموږ حکومت نه دا خواست دې چې زما ورور رها کړې۔ که تاسو ګڼۍ چې هغه څه جرم کړې وي او ګناه ګار وي نو عدالت ته يي پيش کړئ، تاسو دا تنان عدالتونو ته ولې نه پيش کوئ؟ که ګناهګار وي نو عدالت لخوا به ورته سزا ملاو شي۔"

د پاکستان ریاست دا دعوې ردوي چې د خلقو بې درکه کولو کې د ریاستي ادارو څه لاس دی. د پوځ پخواني ویاند اؤ اوس د بلوچستان موجوده کور کمانډر جنرل آصف غفور مخکې ویلي وو ډیر بې درکه خلق ترهګر تنظیمونو کې شامل شوې دي او افغانستان ته تللې دي۔

د کورنيو چارو نګران وزير په مشرې کې د لا درکه تنانو په قضيو د غور لپاره تيره ورځ شوې غونډه کې د بلوچستان نېشنل پارتۍ اختر مېنګل د کمېشن رپورټ هم جاج اغستل شوې او په جبري توګه د لا درکيو په غرض يي د پاليسې په جوړښت هم خبرې شوي۔

د احتجاج ګډون والو وويل چې په پاکستان کې د خلقو لادرکه کيدل د انصاف نظام او پارليمنټ د پاره يو چيلنج دې۔

احتجاج کې شریک د جماعت اسلامي د پارلېمنټ غړي سېنېټر مشتاق احمد خان زموږ نظام انصاف خپل زمه واري نه پوره کوي ځکه دلته خلق بې درکه کيږي۔ پارليمنټ او لا اينډ فورسمنټ اېجنسۍ هم خپلې زمه وارې نه پورا کوي۔ په پاکستان کې نان اليکټډ فورسز دومره طاقتوره دي چې هغوي نه عدالت مني، نه قانون او نه بشري حقونه۔

د رپوړټونو ترمخه زیات خلک د بلوچستانو د پخوانيو قبائیلي سیمو او د خېبرپښتونخوا د نورو سیمو او د سند صوبې نه هم بې درکه شوي دي خو داسې څه رپورټونه مخې ته نه دي راغلي د خلقو په زوره بې درکه کولو کې ککړ ملزمان نیول شوي او یا عدالت ته وړاندې کړی شوي دي.

په کال 2011 د بې درکه تنانو په اړه یو کسیزه حکومتي کمیشن هم جوړ کړی شوی او دې کمیشن څو واري دعوا کړې ده چې د اکثرو لادرکو خلقو کېسونه حل کړی شوې دي خو د لا درکه تنانو لپاره غږ پورته کوونکې د دې خبرې سره اتفاق نه لري او وايي رياست ته به خپلې تګلارې بدلول وي۔

سیاسي او د بشري حقونو فعال افراسياب خټک وايي"په کلبوشن د جاسوسۍ الزام وو خو بيا هم هغې ته اجازه ورکول کيږي چې د خپلو بچو او ښځې سره ملاقات وکړي۔ خو دې ښځو او ماشومانو ته د خپلو خپلوانو سره د ملاقات اجازه نشته ولې چې د دوي پرشاه سټيټ نشته۔ دلته چې څوک وايي موږ سټيټ ساتو دراصل هغوي خپلې ګټې ساتي۔"

په پاکستان کې انساني حقونو تنظيمونه په تکرار له حکومت څخه غوښتنه کوي چې که په لادکه کسانو کوم تورونه وي نو هغوی دې عدالت ته وړاندې کړل شي او د قانون مطابق د سزا جزا سلکو دې ورسره وکړی شي۔

  • 16x9 Image

    وقار احمد

    وقار احمد په اسلام آباد کې د وي او اې ډيوه خبريال دی، په سياسي، تعليمي، روغتیايي، کلتوري او ځانګړو موضوعاتو وېډیو، رېډيو او د ويب لپاره رپورټونه جوړوي. له تېرو 15 کلونو راهیسې د پاکستان له شخصي ټيلیویژن چېنلو او نړيوالې مېډيا سره کار کوي. وقار احمد د پوليټيکل ساینس د ماسټرۍ له ډګري سره سره د ګرافیکس ډیزاین ډګري هم ترلاسه کړې ده.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG