د پاکستان د پنجاب صوبې په مرکزي ښار لاهور کې د خېبرپښتونخوا د مومندو ضلعې وژل شوې ماشومې په مقدمه کې د انصاف غوښتنې دپاره په لاهور کې احتجاجي مظاهره شوې ده چې زیاتره برخه وال يې پښتانه وو.
په 27 اګست د پېښې مقدمه د لاهور په مناوا پوليس سټېشن کې د ماشومې د ورور تاج محمد په مدعيت کې درج شوې پکې ويل شوي وو لس کلنه خور يې د ورور او بلې خور سره سويمنګ پول ته تللې، ورور او خور يې بیرته يواځې راغلي د سويمنګ پول مالک ورته ویلي چې خور يې کور ته تللې بيا چې دوی کور ته راغلي هغه نه وه او بيرته چې تللي خور يې د سويمنګ پول مالک روغتون ته وړلې او مړه وه.
دوی دعوه کړې چې خور يې د سويمنګ پول مالک وژلې ده. د ماشومې خپلوان دا تور هم لګوي د ماشومې سره جنسي تيری شوی دی.
د لاهور پوليسو وي او اې ډيوه ته ویلي په پېښه کې تورن دوه کسان نيول شوي پلټنې روانې دي او د جنسي تيري د معلومولو دپاره نمونې اخستل شوي خو د هغې رپورټ تراوسه نه دی راغلی.
دغه خبره نن د لاهور پوليسو د پلټنو د څانګې يو چارواکي کړې ده.
بل لور ته په لاهور کې د احتجاج يو ګډون وال ملک سعيد خان وویل، دوی د انصاف دپاره راوتلي او په کلکه د انصاف غوښتنه کوي.
وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، په لاهور کې ټول پپښتانه او د مومندو نه هم ګڼ خلک دې احتجاج ته راټول شوي او ټول دغه غوښتنه کوي چې په پېښه کې انصاف وشي او اخري انجام ته ورسي.
نوموړي زياته کړه دوی ته د پوليس او حکومت ځينې کسان ورغلي او خبرې يې ورسره کړي دي خو دوی ته يې کومه د ډاډ وړ خبره نه ده کړې چې احتجاج ختم شي. هغه وويل د راتلونکې تګلارې دپاره به د احتجاج مشران پرېکړه کوي.
د مومندو نه د پاکستان تحریک انصاف ګوند سره تعلق لرونکي د قومي اسمبلۍ غړي ساجد مومند وي او اې ډیوه ته وويل هغه په خپله لاهور ته تللی، د حکومتي وزیرانو او پولیسو سره یې ليدلي او هغوی ورته باور ورکړی چې دغه مقدمه به منطقي انجام ته رسولی شي، ماشومې او کورنۍ ته به يې پوره انصاف ورکولی شي.
پاکستان کې د ماشومانو د حقونو لپاره کار کوونکي غېر دولتي تنظيم ساحل د رپورټ ترمخه "په کال 2021 کې په پاکستان کې د ماشومانو سره د جنسي تیريو، تښتولو او په کم عمر کې د ودونو 3852 پېښې رپورټ شوې وې".
د رپورټ ترمخه "د کال 2020 په مقابله کې يادې پېښې 30فيصده سېوا شوي 2068 ماشومانې جینکۍ او 1784 هلکان د پېښو ښکار شوي وو".
د رپورټ ترمخه په دغو پېښو کې د 2275 ماشومانو سره جنسي تيری شوی چې پکې 92 ماشومان د جنسي تيري وروسته وژل شوي هم وو.
د ساحل په رپورټ کې ويل شوي د ماشومانو سره د جنسي تیريو، تښتولو او په کم عمر کې د ودونو کولو په ټولو 3852 پېښو کې 2464 پېښې په پنجاب، 885 په سيند، 195 په خېبرپښتونخوا، 247 په مرکز، او بلوچستان کې 47 پېښې رپورټ شوې وې.
د يادې ادارې په وېنا سږ کال يې تراوسه پورې خپلې شمېرې نه دي خپرې کړي.