لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په بغداد کې د سويډن سفارتخانې ته اور اچول شوی


یو احتجاج کونکي ای اېف پي خبري ادارې ته وویل چې لمر راختلو نه مخې يې د سویډن سفارت ته او ور واچولو
یو احتجاج کونکي ای اېف پي خبري ادارې ته وویل چې لمر راختلو نه مخې يې د سویډن سفارت ته او ور واچولو

د عراق په سرښار بغداد کې احتجاج کونکو د سويډن سفارتخانې ته د زیارت، پنجشنبې، په ورځ اور ور واچولو.

د ای اېف پي خبري ادارې ترمخه، د سويډن سفارتخانه په داسې حال کې سوزول شوې چې چارواکو په سټاک هوم کې د هغه اجتماع اجازت ورکړی چې په کې به منتظېمین قران او د عراق قومي بېرغ ته اور ورته کوي.

په سټاک هوم کې مظاهره د عراق د سفارتخانې مخې ته ترتیب شوې ده.

ای اېف پي وايي په سوېډن کې واقعاتو عراقیان قهرجن کړي او د زیارت، پنجشنبې، د ورځ احتجاج د مذهبي مشر مقتدی الصدر پلویانو وکړو.

عراقي پولیس مظاهره چیانو د منتشر کولو دپاره اوبه وشيندلې.

د احتجاج کونکو غوښتنه وه چې سويډن دې د قران د سوزول کېدو مخه ونېسي.

په بغداد کې ځینو مظاهره کونکو قرانونه او ځینو د مقتدی الصدر تصویران پورته کړي وو.

یو احتجاج کونکي ای اېف پي خبري ادارې ته وویل چې لمر راختلو نه مخې يې د سویډن سفارت ته او ور واچولو.

د سویډن خارجه وزارت ای اېف پي ته وویل په سفارت کې عمله محفوظه ده. وزارت وویل سفارت ته تحفظ ورکول د عراقي مامورینو ذمه واري ده او په سفارتونو او سفارتکارانو حملې د غیر ملکي سفارتي ودانیو د تحفظ دپاره د ویانا کنوېشن سنګینه خلاف ورزي ده.

د عراق خارجه وزارت د سويډن سفارتخانې ته د اور اچول کېدو غندنه وکړه او ويې وېل چې د پېښې تحقیقات به کولی شي.

د سویډن مطبوعاتو وویل په سټاک هم کې د زیارت، پنجشنبې، د ورځ اجتماع انتظام سلوان موميکا کړی چې سویډن ته کډه شوی عراقي مهاجر دی.

ای اېف پي وايي سلوان د لوی اختر په موقع د سټاک هوم د ټولو نه لوی مسجد مخې ته هم د قران څو پاڼې سوزولې وې.
د اختر په موقع په سویډن کې د دغه پېښې یوه ورځ وروسته په عراق کې د الصدر پلویانو د سویډن په سفارتخانه یرغل وکړو.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای اېف پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG