لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ایران په سیستان بلوچستان صوبه کې د تشدد نه ډکې مظاهرې شوي


په ایران کې د یوې میاشت نه زیات وخت راهسې مظاهرې دوام لري. دغه احتجاجونه د پولیس په ولکه کې د مهسا امنیتي د مرګ وروسته شروع شوي دي. اخلاقي پولیس هغه په دې الزام نیولي وه چې حجاب يې په سر سم نه و اغوستی
په ایران کې د یوې میاشت نه زیات وخت راهسې مظاهرې دوام لري. دغه احتجاجونه د پولیس په ولکه کې د مهسا امنیتي د مرګ وروسته شروع شوي دي. اخلاقي پولیس هغه په دې الزام نیولي وه چې حجاب يې په سر سم نه و اغوستی

د پاکستان او افغانستان سره په پوله د ایران په سیستان بلوچستان صوبه کې د جمعې په ورځ د تشدد نه ډکې مظاهرې شوي او یو مذهبي مشر د حکومت نه غوښتنه کړې د مظاهره کونکو خلاف دې سخت ګامونه واخلي.

په ایران کې د یوې میاشت نه زیات وخت راهسې مظاهرې دوام لري. دغه احتجاجونه د پولیس په ولکه کې د مهسا امنیتي د مرګ وروسته شروع شوي دي. اخلاقي پولیس هغه په دې الزام نیولي وه چې حجاب يې په سر سم نه و اغوستی.

د روېټرز خبري ادارې ترمخه د ایران سرکاري خبري ادارې ارنا وویل په زاهدان کې د پولیس مشر احمد طاهري د جمعې په ورځ په ښار کې د 57 کسانو د ګرفتارۍ تصدیق وکړو.

هغه وویل احتجاج کونکو په بېنکونو حملې کړي او ګټې يې پې ویشتلي دي.

د ایران سرکاری ټېلې وژن وویل تر 300 پورې کسان د جمعې د لمونځ نه وروسته احتجاج ته راووتل. په ټېلې وژن لیدل کېدل چې د دوکانونو او بېنکونو کړکۍ ماتې وې.

په سوشل ميډیا شریک کړی شویو وډیوزکې په زرګونو احتجاج کونکي لیدل کېدل چې د "امر مرده باد" نعرې يې کولې، چې روېټرز خبري اداره وايي اشاره یې د ایران تر ټولو لوی مذهبي مشر ایت الله علي خامنايي ته وه. مظاهره کونکو د امنیتي ځواکونو د مرګ نعرې هم کولې چې حکومت د احتجاجونو د چقولو دپاره استعمال کړي دي.

روېټرز وویل د وډیو ګانو د کره والي تصدیق نشي کولی.

روېټرز وايي زاهدان د پاکستان او افغانستان سره په پوله د سیسان بلوچستان صوبې مرکزي ښار دی. په صوبه کې د سني مسلمانانو اکثریت دی.

د انساني حقونو نړیوالې ادارې اېمنېسټي انټرنېشنل ویلي د سېپټمبر په 30 نېټه په زاهدان کې د جمعې د لمانځه نه پس د مظاهرې چقولو په مهال د ایران امنیتي ځواکونو 66 کسان وژل دي.

روېټرز وايي د ایران د اکثریتي شیعه حکومت خلاف سیستان بلوچستان د سني وسله والو د فعالیت مرکز هم دی.

په تهران کې سخت دریځه روحاني مشر احمد خاتمي وویل پکاره ده چې عدلیه د احتجاج کونکو سره داسې سلوک وکړي چې نور څوک بیا ته احتجاج تصور هم نه کوي.

د ایران حکومت د احتجاجونو پړه په "وران کارو" اچولې چې د "خارچي دشمنانو" سره تړون لري.

روېټرز وايي په ایران کې موجوده احتجاجونه د 1979 د انقلاب وروسته د حکومت دپاره تر ټولو لوی مشکل دی. احتجاج کونکي د ایران د اسلامي حکومت نسکورېد غواړي خو روېټرز وايي مظاهره چیان د نظام نسکورولو ته نژدي شوي هم نه دي.

هم د جمعې په ورځ د په تبریز ښار کې هم مظاهرې وشوې او احتجاج کونکو د پولیس په ضد نعرې کولې او پولیس پې د اوښکو ګېس ورولو. د رپورټ ترمخه تبریز د ایران شپږم لوی ښار دی او اکثریت پکې د ازري نسل خلکو دی.

د روېټرز خبري ادارې ترمخه، د فعالانو خبري اداره اېچ ار ای اېن ای وايي د ایران په احتجاجونو کې 244 کسان وژل شوي دي چې 32 پکې ماشومان دي.

ېچ ار ای اېن ای وویل د زیارت، پنجشنبې، د ورځ پورې په 114 ښارونو او په 81 یونېورسټیانو کې احتجاجونو کې د امنیتي ادارو 28 غړي هم وژل شوي او 12500 کسان ګرفتار کړی شوي دي.

په عین حال کې د امریکې سي اېن اېن ټېلې وژن ویلي په ایران کې د انټرنېټ سهولت برابرولو دپاره وایټ هاوس د ایلان مسک سپېس اېکس نومې کمپنۍ سره خبرې شروع کړي دي.

د سپېس اېکس د سېټلایټ د لارې انټرنېټ په زریعه په ایرانیان کولی شي چې د حکومت د قدغنونو نه بغیر انټرنېټ ته لاس رسی وکړي. ایراني فعالان وايي د حکومتي قدغنونو له امله د مظاهرو په اړه د دوی وډیوز په خپرولو کې د ځنډ ښکار کېږي.

بلخوا جرمني غبرګ شهریت لرونکو ته ایران ته د تګ په اړه خبرداری کړی چې په ایران کې یې د ګرفتارۍ خطر زیات شوی دی.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ د ایران خبري ادارې وویل امنیتي ادارو 14 غیرملکیان نیولي دي چې پکې د امریکې، برطانيي او د فرانس شهریان شامل دي. نیول شویو کسانو په مظاهرو کې د شرکت الزام لګول شوی دی.

یادونه: د دې خبر معلومات د روېټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي


ځانګړې ویډیوګانې

بلوچستان کې د تشدد زیاتېدل: وجه یې څه ده او خلک څه فکرمندي لري؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:48 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG