لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ایران کې د مهسا امیني د مرګ په سر شروع شوي احتجاجونه نور زیات شوي


احتجاجونه چې اوس په اوومه اوونۍ کې داخل شوي دي د ایران په یوشمېر برخو کې د مظاهره چیانو او د امنیتي ځواکونو نښتې لیدلی کېږي
احتجاجونه چې اوس په اوومه اوونۍ کې داخل شوي دي د ایران په یوشمېر برخو کې د مظاهره چیانو او د امنیتي ځواکونو نښتې لیدلی کېږي

په ایران کې د ۲۲ کلنې مهسا امیني په پولیس حراست کې د وژنې په ضد د احتجاجونو لړۍ ددغه هېواد د تیلو او ګېس لویې مرکز اسالویه ته خوره شوې ده.

په اوسلو کې د ایران د بشري حقونو په اړه یوه ډله وايي د احتجاجونو په مهال تر اوسه 185 کسان وژلی شوي دي-

د وایس اف امریکا د انګرېزۍ څانګې په رپورټ کې ویل شوي دي چې د ګل دوشنبې په ورځ په سوشل میډیا خپورو شوو وډیوګانو کې ښودل کېږي چې د تېلو او ګېس د اسالویه مرکز کارکونکي د “امر مرده باد” او “بې شرمه” غږونه پورته کوي.

اېسوسي ایټډ پرېس په خپل رپورټ کې ویلي چې د سیټلایټ نه اخیستل شوي عکسونو نه ښکاري چې د تېلو او ګېس پاکولو دغه مرکزونه هم د اسالویه دي-

رویټرز خبري ادارې ویلي چې په سوشل میډیا کومې وډیوګانې خپرېږي هغه د ایران ابادان او کاګان د تېلو پاکولو کمپنی دي-

رایټرز وايي چې د روانو احتجاجونو په نتیجه کې د تېلو صنعت ته خطر جوړ شوی دی-

ایراني چارواکو د مظاهرو د خبرونو خپرېدو مخنیوي په خاطر په انټرنیټ کې خنډان اچوي خو د احجاجونو وډیوګانې بیا هم ان لاین خورېږي-

د امریکا حکومت د خزانې وزارت تېره اوونۍ په انټرنیټ د بندیزونو په سر د ایران د داخله او مواصلاتو د وزیرانو په شمول په پنځو ایراني چارواکو بندېزونه لګولي دي-

د امریکا خارجه وزیر اینتني بلېنکن په یو بیان کې د مهسا امیني د مړیني په ضد په روانو احتجاجونو د ایران د مذهبي پولیس لخوا د تشدد غندنه کړې ده او ویلی یې وو چې د ایران حکومت د رای د ازادۍ او د پرامنه مظاهرو په ضد طاقت کاروي-

احتجاجونه چې اوس په اوومه اوونۍ کې داخل شوي دي د ایران په یوشمېر برخو کې د مظاهره چیانو او د امنیتي ځواکونو نښتې لیدلی کېږي-

د بشري حقونو د هینګاو په نامه یوې ډلې ویلي چې د ایران په شمال غربي سیمو سنندج کې د احتجاج کونکو په ضد درنه وسله هم کارول کېږي او په کرد مېشته سیمو ساقیز او دیواندریه ته د ځواکونو لویه شمېره لېږلی شوې ده- دغه ډله وايي د تېر خالي په ورځ په دغه سیمو کې پنځه کسان هم وژل شوي دي.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي، روېټرز او د وي او ای د رپورټونه نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG