لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې په کانګرس د حملې په لړ کې څلور نور کسان مجرمان بلل شوي


په کانګرس د حملې په لړ کې اېف بي ايي د ۱۰۰۰ نه زیات کسان ګرفتار کړي دي او وايي د ۲۶۰ نه زیاتو نورو کسانو په اړه د معلوماتو لټون کوي. د ۵۰۰ نه زیاتو مدافعینو چې په کې د پراوډ بواېز او د اوت کيپزغړي هم شامل دي د جرمونو اعتراف کړی او ځینو ته په مقدمو کې سزاګانې هم ورکړی شوي دي
په کانګرس د حملې په لړ کې اېف بي ايي د ۱۰۰۰ نه زیات کسان ګرفتار کړي دي او وايي د ۲۶۰ نه زیاتو نورو کسانو په اړه د معلوماتو لټون کوي. د ۵۰۰ نه زیاتو مدافعینو چې په کې د پراوډ بواېز او د اوت کيپزغړي هم شامل دي د جرمونو اعتراف کړی او ځینو ته په مقدمو کې سزاګانې هم ورکړی شوي دي

د وفاقي منصفانو ډلې یا فېډرل جیوري په واشنګټن کې په کال ۲۰۲۱ کې د امریکې په کانګرس په حمله کې د ککړتیا په سر د انتهاپسند ښي لاس تنظیم "پراوډ بواېز" پخواني مشر او د هغه درې ملګري ملزمان وبلل.

د کال ۲۰۲۱ د جنورۍ په شپږمه نېټه په کانګرس د یرغل په لړ کې څلور واړه کسان د بغاوت د سازش مجرمان وټاکل شوو.

د پراوډ بواېز پخوانی چېيرمېن اېنریک ټوریو او درې سیمه ایز مشران جوبيګز، ايتن نورډن او زېک رال د دې مجرمان هم وبلل شوو چې د ۲۰۲۰ په صدارتي انتخاب کې د صدر جوبایډن کامیابي په رسمي ډول فېصله کولو په لړ کې یې د کانګرس مخه نیوله.

جیوري پېنځم تن ته په سزا ورکولو متفق نه شوه.

په کانګرس د حملې په لړ کې په پېنځو واړو کسانو نهه الزامات لګول شوي وو چې په کې د کانګرس په کار کې د خنډانو اچولو او د وفاقي حکومت مامورین د خپلې وظيفې نه د منع کولو الزامات هم شامل وو.

د وي او ای رپورټ وايي د زیارت، پنجشنبې،‌ په ورځ د څلورو کسانو په اړه فېصله د انصاف وزارت دپاره لویه کامیابي ده په داسې حال کې چې په کانګرس د حملې په اړه يې تحقیقات دوام لري.

په کانګرس یرغل کې پېنځه کسان مړه شوي او د ۱۰۰ نه زیات پولیس افسران زخمیان شوي دي.

امریکې قانون سډېشس کنسپېرسي یا د بغاوت د سازش هغه سازش ته وايي چې د طاقت دلارې د امریکې حکومت نسکوروي یا د حکومت د واک دارۍ مخالفت کوي، د حکومت په کار کې رخنه اچوي او یا د امریکې د قانون په عملدارۍ کې خنډ یا یا ځنډ پېدا کوي. د دې قانون دلاندې سزا شوي تن ته ۲۰ کاله د قېد سزا ورکړی کېدلی شي.

د منصفانو د فېصلې په اړه د امریکې مشر سرکاري وکیل یا اټارني جنرل مېرېک ګارلېنډ په یو بیان کې وویل په کانګرس د حملې په غیر قانوني واقعاتو کې دغو کسانو مرکزي کردار لرلو.

د وي او ای رپورټ وايي دا دریم ځل دی چې د ښي لاس انتهاپسند تنظیم غړو ته د جنورۍ د شپږمې نېټې په حمله کې په ککړتیا مجرمان ټاکل شوي دي.

په مجموعي توګه د پراوډ بواېز او د بل انتهاپسند تنظیم اوت کيپرز ۱۴ غړي د بغاوت په سازش مجرمان بلل شوي دي، چې ځینو په کې د جرم اعتراف هم کړی دی.

په کانګرس د حملې په لړ کې اېف بي ايي د ۱۰۰۰ نه زیات کسان ګرفتار کړي دي او وايي د ۲۶۰ نه زیاتو نورو کسانو په اړه د معلوماتو لټون کوي. د ۵۰۰ نه زیاتو مدافعینو چې په کې د پراوډ بواېز او د اوت کيپزغړي هم شامل دي د جرمونو اعتراف کړی او ځینو ته په مقدمو کې سزاګانې هم ورکړی شوي دي.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریال مسعود فریوار د رپورټ نه اخیستل شوي دي


ځانګړې ویډیوګانې

د هندوستان کرکټ ټیم د مینه والو څو خبرې
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:44 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG