لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د صحافیانو په اړه د پي ټي اي د فعالانو په دریځ د پاکستان په پارلېمنټ کې د تشویش څرګندونه شوې


په اسمبلۍ کې په دې موضوع بحث په داسې حال کې شوی چې د پي ټي اي پلویانو په اسلام اباد کې د خبریال حامد میر کور مخې ته احتجاج کړی دی
په اسمبلۍ کې په دې موضوع بحث په داسې حال کې شوی چې د پي ټي اي پلویانو په اسلام اباد کې د خبریال حامد میر کور مخې ته احتجاج کړی دی

د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې د واک من پاکستان مسلم لیګ (ن) یو مشر خواجه اصف د خبریالانو په اړه د پخواني وزیراعظم عمران خان د تحریک انصاف ډلې د فعالانو په رویه تشویش څرګند کړی دی.

په اسمبلۍ کې په دې موضوع بحث په داسې حال کې شوی چې د پي ټي اي پلویانو په اسلام اباد کې د خبریال حامد میر کور مخې ته احتجاج کړی دی.

خواجه آصف د حامد مېر د کور مخې ته د مظاهرې غندنده کړې ويلي یې دي چې د آزادو آوازونو د خاموشه کولو مطلب هیواد خانه جنګي طرف ته بوتلل دي.

حامد میر په ټویټر ویلي دي د پاکستان تحریک انصاف غړو د ده کور مخامخ احتجاج کړی دی اؤ د ده پرضد یې نعرې وهلې دي.

د دې پیښې نه پس اسلام آباد پولیس ویلي پرامنه احتجاج د هر چا بنیادي حق دی خو د چا کور مخامخ د احتجاج اجازه به نه وي.

د حامد میر ترڅنګ ځنيو نورو هغه صحافیانو پرضد په ټولنیز رسنیو هم کېمپېن پیل شوی چې د پاکستان تحریک انصاف په تګلارو تنقید کوي.

د پیښور پریس کلب ستر سیکتر شهزاده فهد وایې کوم صحافیان چې د تحریک انصاف جلسو کوریج کوي په هغوي هم د ګوند غړو لخوا تشدد کیږي.

د بشري حقونو فعاله طاهره عبدالله وایې پاکستان کې یو حکومت هم داسې نه دی تېر شوی چې په آزاده میډیا باندې ېقین ساتي خو تحریک انصاف په دې معامله د حد نه بهر شوی دې.

فریډم نیټ ورک نومې ادارې عمران خان وزیراعظم ته د وزیراعظمۍ په مهال "د صحافیانو د ښکاري" خطاب ورکړی و خو د عمران خان دا دریځ و چې په پاکستان کې ميډیا د غربي هیوادونو نه هم زیاته آزاده ده.

خواجه آصف هم دا خبره کړې ده چې پوځ سول معاملاتو کې هغه وخت کار پیل کړې کله چې سول ادارې خپل ذمه وارې پورا کولو کې ناکامه شي اؤ که چېرې څوک په پوځ څه تنقید کوي نو وړمبی دې دا هم وګوري چې نورې ادارې ولې خپلې ذمه وارۍ نه پوره کوي؟

د پاکستان جمهوري غورځنګ کې د شاملو ګوندونو حکومت د جوړیدو اؤ پاکستان د تحریک انصاف غړو لخوا اسمبلې نه د استعفګانو نه پس په ظاهره خو پارلیمان کې حزب اختلاف نه دې پاتې خو د بلوچستان نیشنل ګوند مشر سردار اختر مینګل د اسبملۍ د غونډې نه واک آوټ کړی دی اؤ ویلي یې دي بلوچستان صوبه اوس هم محرومه ساتل شوې ده اؤ امن و امان په نام بلوچان قتل کیږي.

سردار اختر مینګل دغه بیان اؤ قامي اسمبلې نه واک آوټ د بلوچستان په چاغي کې د ېو ډرایور د وژنې اؤ وروسته نوکنډي کې په مظاهرچیانو د ډزو نه پس مخې ته راغلی دی.

قامي اسمبلې کې د پاکستان پیپلز ګوند لخوا نفیسه شاه ویلي دي چې پارلیمان بغیر د اپوزیشن نه شي چلیدی اؤ باید چې پآکستان تحریک انصاف چې اوس په اپوزیشن کې دی بیرته پارلیمان ته راشي.

د جمعیت علما اسلام اؤ پاکستان جمهوري غورځنګ مشر مولانا فضل الرحمان هم موجوده سیاسي حالاتو کې د فوري انتخاباتو خبره کړې ده اؤ قامي اسمبلۍ کې خواجه آصف هم د انتخاباتو خبره کړې ده.

د قامي اسمبلۍ غړو علي وزیر اؤ محسن داوړ په افغانستان کې د پاکستان پوځ د بمبارې اؤ د اختر مینګل لخوا په مظاهرچیانو د ډزو په اړه د بیانونو نه پس پخواني وزیر فواد چودهري په تویټر لیکلې دي چې حکومتي اتحادیانو، پي ټي ایم اؤ سردار اختر مینګل لخوا د پاکستان پوځ سپکاوی روان دی اؤ دوی یې غندنه کوي.

د فواد چودهري ټویټ ته په ځواب کې د بلوچستان نیشنل ګوند ثنا الله بلوچ وایې چې سردار اختر مینګل ادارو ته دا ویلي دي چې د خپل آییني حد دننه د بلوچستان ولس د ژوند حفاظت دې وکړي.


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG