د پاکستان تحريک انصاف ګوند يو مشر فواد چودري د اې ار وايي ټي وي په يو پروګرام کې ويلي د مرکزي تحقيقاتي ادارې [اېف ايي اې] پخواني مشر بشيرمېمن په وزیراعظم هاوس کې "د پښتون سره تشناب ته تللی ځان يې د خطرې سره مخ کړی".
په ټولنيزو رسنیو د فواد چودري او د پروګرام د کوربه غندنه کېږي او د اې ار وايي چېنل د بايکاټ #BoycottARYNews ټرېنډ چلیږي.
د عوامي نيشنل ګوند د خېبرپښتونخوا مشر اېمل ولي خان په پښتنو غږ کړی چې د اې ار وايي چېنل نه دې بايکاټ وکړي.
"زه خپل قام ته اپيل کووم چې نن د فوادچوهدري په نوم يو تن د ټول پښتون قام بې عزتي په اې آر وايي نيوز (آف دي رېکارډ پروګرام کې) کړې ده۔ ټول قام دې د دې چېنل تر هغې بايکاټ وکړي تر څو چې يې نېغ په نېغه په ټي وي معافي نه وي غوښتې".
خبريال عادل شازېب په ټویټر ویلي،
"په ځای د دې چې کاشف عباسي [د اې ار وايي ټي وي کوربه] د دمې اخستو په ځای هغه [فواد چودري] ودرولی وی چې داسې بېخوده سپکې خبرې ولې کوې، د دې نه ډډه وشي، ښايي د فواد د کوم پښتون سره تجربه ښه نه وي پاتې شوي خو د هغې زمه واري خو په ټولو پښتنو نه شي اچول کېدی. په قومي ټي وي په کوم قوميت پسې ملنډې ودرول د اېنکر په توګه دا زمونږ زمه واري جوړيږي".
د خېبرپښتونخوا د خزانې وزیر تيمور جګړا نه بيا نوموړي په يو ټويټ کې هيله څرګنده کړې چې د فواد چودري دغه نسل پرته څرګندونې وغندي او جګړا بيا ورته بيا په ځواب کې ویلي، "هغه يې په کلکه غندنه کوي خو ورسره يې ورته ویلي د پي ډي اېم د حکومت غندنه دې کړې چې اقتصادي بحران يې جوړ کړی دی".
د فواد چودري سره په ټولنيزو رسنو د اې ار وايي ټي وي د پروګرام په کوربه هم نیوکې روانې دي.
فياض احمد په ټويټر کاشف عباسي ته په مخاطب کولو ويلي،
"په دومره غټ چېنل دومره سپکې او غورځېدلې خبرې، د هغه د غلي کولو په ځای ورته ته خاندې".
جرنلسټ مرتضا سولنګي په ټويټر ويلي،
"دا د شرم وړ خبره ده، دا د فواد چودري دپاره د شرم وړ خبره نه ده ځکه چې هغه او د عمران خان پورې د هغو ټول کارکنان دغه ډول د شرم وړ خبرې کوي. زه په کاشف عباسي خفه يم. ما د هغه نه د ښه تمه کوله. مخکې یې مونږ د فېصل واوډا په بوټ ښکته کړي او اوس يې دا وکړه".
فواد چودري او کاشف عباسي تراوسه پورې دغو څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ویلی.