لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مدينې ریاست جوړونکو مکې مدینې ته د تلونکو تګ هم ګران کړو: شهباز شریف


د پاکستان تحریک انصاف حکومت لخوا د کال ۲۰۱۹م حج پالیسۍ د اعلان وروسته په قامي اسمبلۍ او سېنټ کې مخالفه ګوندونو په حکومتي تحریک انصاف ګوند سختې نېوکې کړي او د حج خرڅ زیاتولو او مراعاتو یا سبسډي ختمولو فیصلې بیرته اخستو غوښتنه يې کړې.

په قامي اسمبلۍ کې د مخالفه ګوندونو مشر شهباز شریف د حکومت حج پالیسۍ په اړه د بحث په وخت ویلي ٫٫ د مدینې ریاست جوړونکي حکومت د عام اولس مکې او مدینې ته د خلکو تګ هم ګران کړو.٬٬

نوموړي زیاته کړې حج کاروبار نه دې چې حکومت يې خرڅ سېوا کړو، دا یو عبادت دی او پکار ده د مدینې ریاست جوړونکي خلکو ته په عبادت کې اسانتیاوې ورکړي.

د پاکستان مرکزي کابېنې تیره ورځ د کال ۲۰۱۹م لپاره د حج پالیسي اعلان کې د حج مصرف یا داخله یو نیم لک روپۍ سېوا کړې ده.د نوي پالیسۍ ترمخه به د خېبر پښتونخوا او قبایلي سیمو خلکسږ کال د حج لپاره ۴۳۶۰۰۰ روپې ورکوي. دغه مصرف تیر کال ۲۸۰۰۰۰روپۍ وو.

د قامي اسمبلۍ تر څنګ د پاکستان په سېنټ کې هم نن د حج مصرف سېوا کیدو او د مراعاتو یا سبسډي ختمولو په فیصله د حکومتي او مخالفه ګوندونو غړو تر منځه تود بحث شوی.

د سېنټ غونډې پر مهال د جماعت اسلامي سېنټر مشتاق احمد لخوا د پام راګرځونې یو نوټس په وخت ویلي د حکومت دغه ګام په ولس د ګرانۍ یو بل ډرون (بې پاېلټه) برید دی.

سېنټر مشتاق احمد ویلي ٫٫ په یو کال کې د حج خرڅ یو لک او شپږ اویا زره روپۍ (۱۷۶۰۰۰) سېوا کیدل د اولس د وسه بهر ده.٬٬

نوموړي دغه ګراني د تحریک انصاف حکومت لخوا د پاکستان په ولس د ګرانۍ یو بل ډرون برید بللی.

د مشتاق احمد د خبرو په ځواب کې په سېنټ کې د تحریک انصاف ګوند د پارلیماني چارو وزیر علي محمد خان ویلي د حج ۷۰ سلنه یا فیصده خرڅ په سعودي عربستان کې کیږي او حکومت په دغې هیڅ کنټرول نه لري. نوموړي زیاته کړې حکومت هڅه کړې چې حج له تلونکي خلکو لږ نه لږ مصرف راشي.

د پاکستان د پارلیمان او سېنټ تر څنګ په ټولنیزو رسنیو هم د تحریک انصاف حکومت دغه فیصلې باندې خلکو نیوکې کړي او د حکومت نه يې د دغې مصرف کمولو غوښتنه کړې.

د دغه نیوکو په ځواب کې د تحریک انصاف د مذهبي چارو مرکزي وزیر نورالحق قادري ویلي ٫٫ د مدینې ریاست معنا دا نه ده چې خلک دې بې پېسو یا ویړیا حج له ولیږل شي.٬٬ نوموړي زیاته کړې چې څوک وس لري هغه به وس هم حج له ځي.

د کال ۲۰۱۹م د نوې حج پالیسۍ تر مخه به هغه تن هم د حج لپاره په شخصي کوټه (سکیم) کې د درخواست ورکولو اجازه نه لري، چې په تېرو دریو کلونو کې یې حج کړی وي، او یا يې عمر د ۸۰ کالو نه سېوا وي. خو يواځې هغه کس به له دې بندیزه مستثنی وي، چې د خپلې کورنۍ له ښځو سره د حج فریضه ادا کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG