لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اتلسم ایني بدلون ختمولو هیڅ اراده نه لرو: شاه محمود قریشي


د پاکستان مرکزي حکومت ويلي د اتلسم ايني بدلون د ختمولو هيڅ اراده نه لري او تور يې لګولی یو شمیر حکومت مخالفه گوندونه د خپلو بډو رشوتونو یا کرپشن پټولو لپاره د اتلسم ايني بدلون لانجه په غلط توګه راپورته کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزير شاه محمود قريشي د پنجاب ملتان ښار کښي ميډيا سره خبرو کښي ويلي، اتلسم ايني بدلون ته هيڅ خطر نشته او کوم سياسي گوندونه چې د دغې نه مسله جوړوي دوي خپل سياسي وجود خوندي کول غواړي.

شاه محمود قريشي زیاته کړې نه خو پاکستان کښي جمهوريت ته څه خطره شته او نه اتلسم ايني بدلون ته څه قسمه خطر دی. مونږ پخوا هم صوبو ته د اختيار ورکولو په حق کښې وو او نن هم د صوبو د حقونو خبره کوو. نوموړي ویلي ځني سياسي گوندونو د مفاداتو د خطر سره مخ دي.

پاکستان کښې د اتلسم ايني بدلون لانجه د هغې وروسته راپورته شوې چې تير کال د تحريک انصاف حکومت په دغې اندېښنې وښودلې او ورستو بیا د پاکستان سترې محکمې د سند صوبې د سرکاري هسپتالونو واک اختیار مرکزي حکومت ته سپارلې وو.

تيره ورځ د پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بهټو ويلي وو چي اتلسم ايني بدلون پرځاې ساتلو د پاره به قانوني او سياسي لاره خپلوي.

اتلسم ايني بدلون کال ٢٠١٠م کې د پيپلز پارټۍ په حکومت کښي منظور کړی شوی وو. د اتلسم ايني بدلون ترمخه صوبو ته د خپلو وسېلو کارولو تر څنګ تعليم او صحت په لړ هم اختيار ورکړی شوی وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG