لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تحریک انصاف وایي د تصدق حسېن په مشرۍ د ججانو د تورونو پلټنو ته جوړ کمیشن به چېلنج کوي


Tassaduq Hussain Jillani
Tassaduq Hussain Jillani

په پاکستان کې حکومت مخالفه ګوند پاکستان تحریک انصاف اعلان کړی دی چې د اسلام اباد هایکورټ د ججانو لخوا په استخباراتي شبکو عدالتي چارو کې د لاسوهنې د لګول شوؤ تورونو د پلټنې لپاره د پخواني جج تصدق حسین جیلاني په مشرۍ جوړ کمیشن به په عدالت کې چیلنج کوي.

د پي ټي آي چېرمېن بېرسټر ګوهر غوښتنه کړې ده چې یوازې د حاضر سروس یا موجوده ججانو کمیشن دې جوړ کړل شي.

د تحریک انصاف یو بل مرکزي مشر اؤ د قامي اسمبلۍ غړي شېر افضل مروت په ایکس رسنۍ خپل یو بیان کې تصدق حسین جیلاني مس فټ یا ناسم بللی اؤ ویلي یې دي چې د اسلام اباد هایکورټ د ججانو تورونه دې په سنجیدګۍ سره واخستل شي.

خو د حکومت ستر ایتلافي ګوند پاکستان پیپلز پارټۍ بیا د پلټنو د کمیشن په مشر د تحریک انصاف ګوند نیوکې رد کړي دي اؤ وایي ښاغلی تصدق حسین تر دې وړاندې د نګران وزیراعظم د منصب له لوري د تحریک انصاف کاندید ؤ.

د پیپلز ګوند مرکزي مشر قمر زمان کایره یو مطبوعاتي کانفرنس ته ویلي چې تصدق حسین د پاکستان پخوانی جج دی اؤ تحریک انصاف ګوند باید په هغه تسله وساتي.

ښاغلي شېرافضل مروت بیا پخپل بیان کې د سپریم کورټ د چیف جسټس قاضي فایز عیسا نه غوښتنه کړې ده چې د اسلام اباد هایکورټ د ججانو لخوا لیکل شوی خط د عدلیې د وقار معامله ده اؤ چیف جسټس باید په دې له خپله انده نوټس واخلي.

هغه ویلي حکومت غواړي چې په دې معامله پښه راکاږي خو وایي داسې نه ده پکار.

شیر افضل مروت ویلي تصدق حسین جیلاني په کال 1994م کې پخوان وزیراعظمې بې نظیر بوټو د لاهور هایکورټ جج لګولی ؤ، بیا پخواني لانجمن چیف جسټس افتخار چوهدري په کال 2013م کې قایمقام چیف الیکشن کمشنر ټاکلی ؤ اؤ کله چې نواز شریف وزیراعظم شو نو بیا هغه تصدق حسین جیلاني د پاکستان چیف جسټس مقرر کړی ؤ.

هغه ویلي کله چې په تېرو وختونو کې د زرداري د سویس بېنک د اکاونټونو قضیه په عدالت کې اورېدل کېده نو تصدق حسین جیلاني یې له اورېدنې انکار کړی وو چې له دې امله هغه بینچ مات شوی ؤ اؤ ددې ترڅنګ نوموړی د پیپلز ګوند د یو مشر یوسف رضا ګیلاني سره خپلوي هم لري.

تر دې وړاندې د خالي- شنبې په ورځ د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د وفاقي کابینې په غونډه کې د اسلام اباد هایکورټ د شپږو ججانو د خط په مندرجاتو په تفصیل سره غور شوی دی اؤ د هغوي د تورونو د پلټنو لپاره د تصدق حسین جیلاني‌ په مشرۍ د یو کسیز کمیشن جوړولو منظوري ورکړل شوې وه.

د پاکستان وزیراعظم اوړمه ورځ د پاکستان د چیف جسټس قاضي فایز عیسا سره لیدلي وؤ اؤ د پلټنو د کمیشن په جوړولو یې ورسره خبرې کړې وې.

د پاکستان د سپریم کورټ د ججانو ټولو قاضیانو هم د اسلام باد هایکورټ د ججانو لخوا د لګول شوؤ تورونو په اړوند خپلو کې دوه غونډې د مشر قاضي په مشرۍ کړې دي.

د ججانو لخوا په استخباراتي شبکو لګول شوي تورونه:

روانه اوونۍ د اسلام اباد هايکورټ جسټس محسن اختر کیاني، جسټس بابر ستار، جسټس طارق جهانګيري، جسټس سردار اعجاز اسحاق، جسټس ارباب محمد ‏طاهر او جسټس ثمن رفعت امتياز په عدالتي چارو کې د لاسوهنې په سر چیف جسټس ته خط ليکلی ؤ او د جوډيشل غونډې بللو غوښتنه یې کړې وه.‏

پاکستان بار کونسل هم د شورو/ چارشنبې په ورځ د اسلام اباد هایکورټ د ججانو د خط د پلټنې دپاره د سپريم کورټ د لږ تر لږه درېو ججانو د بنچ جوړولو ‏غوښتنه کړې وه.‏

د ججانو په خط کې د استخباراتي ادارو په عدالتي چارو يا ججانو اثر اندازه کېدو دعوه شوې، د پاکستان پوځ او آی اېس آی لخوا دغه دعوې ته رسمي ‏غبرګون نه دی ښودل شوی.

په خط کې زياته کړل شوې، په عدالتي چارو کې د خفيه ادارو لاسوهنه کومه نوې خبره نه ده او پخوا د اسلام اباد هاىکورټ جج شوکت عزیز صديقي هم د ‏استخباراتي ادارې آی اېس آی د لاسوهنې معامله مخې ته راوړې وه.‏

شوکت صدیقي په کال 2018م کې د خپل منصب څخه ګوښه کړل شوی وو او د سپریم کورټ اوسني چیف جسټس د مارچ په 22مه په خپله پرېکړه کې د ‏شوکت صديقي ګوښه کېدل ناسم وبلل او هغه يې رېټاېرډ جج وباله.‏

خط لیکونکو ججانو د فشار د هڅو په اړه د اسلام اباد هایکورټ مشر قاضي ته په کال 2023 او 2024 کې ليکل شوي لیکونه هم شامل کړي او په خپلو ‏چارو کې د هغو مسولو او ممکنه لاسوهنو یادونه يې پکې کړې ده چې دغو ججانو ته وخت په وخت مخې ته راغلې دي.‏

په خط کې زياته کړل شوې، د پخواني وزيراعظم عمران خان خلاف د ټيريان وايټ په قضيه کې د ججانو په رایو کې اختلافات پېل شوي وو، جسټس عامر ‏فاروق د ټيريان قضيه د اورېدنې وړ ګرځولې، او چا چې قضيه د اورېدنې وړ نه وه ګرځولې، په هغو ججانو د آی اېس آی لخوا د خپلوانو او دوستانو د لارې ‏سخت فشار اچول شوی وو.‏

ججانو ویلي، دغه معامله یې د اسلام اباد د چیف جسټس، او بيا د هغه وخت د سپریم کورټ د چيف جسټس په وړاندې راوړلې وه او بیا ورته چیف ‏جسټس ويلي وو چې د آی اېس آی د مشر سره یې خبره شوې، چې بيا به داسې نه کیږي خو دغه لړۍ نه ده ودرېدلې.‏

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG