لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان تحریک انصاف ګوند اسلام اباد کې خپله نننۍ جلسه وځنډوله


د پاکستان تحريک انصاف د جلسې ځنډولو په اړه د خېبرپښتونخوا وزیراعلا علي امين ګنډاپور په يو ويډيو کې ویلي، عمران خان ويلي چې نننۍ جلسه مه کوئ او دا جلسه به په اتم ستمبر کولی شي
د پاکستان تحريک انصاف د جلسې ځنډولو په اړه د خېبرپښتونخوا وزیراعلا علي امين ګنډاپور په يو ويډيو کې ویلي، عمران خان ويلي چې نننۍ جلسه مه کوئ او دا جلسه به په اتم ستمبر کولی شي

پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) نن په 22م اګست اسلام باد ترنول کې اعلان کړې جلسه سهار ناڅاپه وځنډوله.

د پاکستان تحريک انصاف د جلسې ځنډولو په اړه د خېبرپښتونخوا وزیراعلا علي امين ګنډاپور په يو ويډيو کې ویلي، عمران خان ويلي چې نننۍ جلسه مه کوئ او دا جلسه به په اتم ستمبر کولی شي.

ګنډاپور ويلي، "ادارو، عدالت او دې حکومت ته پيغام ورکول غواړم چې عمران خان پرامنه او انتشار جوړول نه غواړي، تاسو خپله اصلاح وکړئ، په دې ملک کې د ايين پاسداري په قانون عمل او د خلکو حقونه په تاسو فرض دي".

وروسته په صوابۍ کې مطبوعاتو سره خبرو کې هم نوموړي تکرار کړه، چې د عمران خان په حکم يې د ټکر او انتشار جوړېدو په وجه جلسه ختمه کړه.

تېره شپه د اسلام اباد انتظامیې پي ټي آی ته د جلسې لپاره ورکړل شوې اېن او سي یا اجازت نامه منسوخ کړې وه.

پنجاب حکومت د درېو ورځو دپاره په صوبه کې 144مه ماده لګولې، او د اسلام اباد انتظامیې نن په اسلام اباد کې په تعليمي ادارو کې رخصتي هم اعلان کړې وه.

د تحریک انصاف ګوند مشرانو ويلي وو، د جلسې اجازه ورته اسلام اباد هایکورټ ورکړې ده او په هر صورت به په ټاکلي مقام ترنول چوک کې خپله جلسه کوي.

د اسلام اباد چیف کمشنر د تحریک انصاف د جلسې د این او سي د کینسل کولو رسمي اعلاميه کې ويل شوي، د چیف کمشنر په مشرۍ د ضلعي استخباراتي کمېټۍ ترسره شوې غونډه کې تحریک انصاف ته د جلسې لپاره ورکړل شوې این او سي ارزول شوې او د اسلام اباد د پولیسو مشر یا آي جي اسلام اباد کې د بیلابیلو دستورو د کېدو له امله د امنیت اندېښنې ښکاره کړې دي.

اعلامیه کې ویل شوي چې تحریک انصاف ګوند ته د جلسې د فیصلې نه ورکولو پرېکړه د ضلعي استخباراتي کمیټې د سپارښتنو په ترڅ کې شوې ده.

خو د تحریک انصاف ګوند مشرانو بيا هم د جلسې کولو ویلي وو.

د عمران خان د قانوني چارو ویاند نعیم حیدر پنجوتا او د تحریک انصاف ګوند وکیل شعېب شاهین پولیسو ته ویلي وو چې هغوي ته د جلسې اجازه اسلام اباد هایکورټ ورکړې ده او انتظامیې او پولیسو ته هایکورت امر کړی چې د جلسې امنیت لپاره باید ګامونه واخلي.

تحریک انصاف ګوند ویلي وو دا جلسه د خپل باني مشر عمران خان د خلاصیدو او د "ناجایزه حکومت "او سختې ګرانۍ په ضد کوي.

په اپریل کال 2022م کې اپوزیشن ګوندونو پارلیمان کې د بې باورۍ د تحریک د لارې د عمران خان د حکومت تخته نسکوره کړې وه او له هغې راپدېخوا د عمران خان په ضد پاکستان کې یو شمېر مقدمې درج کړل شوي او تر دې وخته هغه د اډياله په زندان کې پروت دی.

د عمران خان ګوند وایي چې په وروستیو ټولټاکنو کې د دوي ګوند تر ټولو زیاتې څوکۍ ګټلې خو د شهباز شریف په مشرۍ پرې د مسلم لیګ(ن) او پاکستان پيپلز پارټۍ ګډ حکومت په ناجایزه توګه مسلط کړل شوی دی.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بلوچستان کې د لږکيو لخوا کلتوري ټڼګ ټکور
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:41 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG