لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عدالت د حیات پریغل په ضمانت د ازادولو فېصله وکړه


حیات پریغل د پشتون ژغورنې غورځنگ مشر منظور پشتین سره ناست دی
حیات پریغل د پشتون ژغورنې غورځنگ مشر منظور پشتین سره ناست دی

د اسلام اباد هايي کورټ د پشتون ژغورنې غورځنگ د بندیوان فعاله غړي حیات پریغل په ضمانت د ازادولو فېصله وکړه.

د پشتون ژغورنې غورځنگ مشر منظور پشتین په ټوېټر د شورو، چارشنبې، په ورځ د اسلام هايي کورټ د دغه فېصلې تصدیق وکړو.

په اسلام آباد کې د وي او ای ډیوه خبریال ارشدحسین وویل چې د فېصلې د اورولو په وخت په عدالت کې حیات پریغل، د پشتون ژغورنې غورځنگ یو فعاله مشر او د جنوبي وزیرستان نه د قامي اسمبلۍ غړی علي وزیر او د حیات پریغل یو ورور هم موجود وو.

عدالت د نهې، سه شنبې، په ورځ د حیات پریغل په مقدمه فېصله محفوظ ساتلې وه.

حیات پرېغل د جولايي په پنځمه نېټه د خېبر پښتونخوا ډېره اسماعیل خان کې د خپل کور نه ونیول شو.

د پشتون ژغورنې غورځنگ او د شهري حقونو دپاره کارکوونکو د احتجاجونو ورسته د پاکستان د مرکزي حکومت تحقیقاتي ادارې ایف ايي ای منلې ده چې حیات پرېغل د سایبر کرائمز د قانون د لاندې د یو وگړي په رپورټ گرفتار کړی دی.

ویل کیږي چې په حیات پریغل الزام لگوونکي تن خپل شکایت بېرته اخیستی دی خو د پي ټي اېم مشر منظور پشتین په فېس بک ویلي دي پریغل ریاست په غېر قانوني توگه بندي ساتلی دی.

د انساني حقونو نړیوالې ادارې اېمنسټي انټرنیشنل هم د حیات پریغل د ازادۍ غوښتنه کړې ده.

طبوعاتو ته په ورکړي شوي بیان کې ادارې وویل حیات پریغل د "ضمیر قیدي دی چې په پرامنه توگه یې د خپل حق لپاره غږ پورته کوو."

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG