لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

محسن داوړ: د غدارۍ تورونو لګولو منصوبه د ملک لپاره خطرناکه کیدی شي


د پښتون تحفظ مومنټ مشر او د خیبرپښتونخوا شمالي وزیرستان سره تعلق لرونکي د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ ویلي په هیواد کې د خپلو حقونو لپاره اواز پورته کوونکو باندې د غدارۍ تورونو لګولو منصوبه دې بنده کړی شي او خبرداری یې ورکړی چې دغه منصوبه به د ملک لپاره ډېرې بدې نتیجې راوړي.

د پښتون تحفظ مومنټ مشر محسن داوړ د زیارت په ورځ قامي اسمبلۍ ته د وینا په وخت د پي ټي ایم مشر منظور پشتین او د هغه د نورو ۲۳ ملګرو د ګرفتارۍ او په دوي د غدارۍ مقدمو جوړولو سخته غندنه کړې او زیاته کړې چې په هغه خلکو باندې د غدارۍ مقدمې جوړولی کیږي چې د خپل حق لپاره اواز پورته کوي.

نوموړي وویل چې په منظور پشتین باندې هم هغه تور لګول شوی کوم چې د پښتنو مشرانو، باچا خان، عبدالولي خان، اسفندیار ولي خان، صمد خان اچکزۍ، محمود خان اچکزۍ او د قایداعظم محمدعلي جناح خور فاطمه جناح باندې لګیدلي وو خو نوموړي وویل په دغه مشرانو باندې د غدارۍ یو تور هم ثابت شوی نه وو.

محسن داوړ وویل چې پاکستان کې د غدارۍ جرم صرف د ملک په پخواني پوځي آمر پروېز مشرف باندې ثابت شوی وو چې یو منتخب جمهوري حکومت یې ختم کړی وو. نوموړي وویل د پاکستان پوځ پروېز مشرف ته سزا اوروونکي عدالت باندې نیوکې وکړي او اوس هم دغه اداره د مشرف د غیرآییني ګامونو په شا ولاړه ده.

محسن داوړ وویل که د غدارۍ فتوې داسې لګول کیږي نو هغه وخت لرې نه دی چې د یو څو سرکاري نوکرانو نه علاوه به ټول خلک غداران وګرځولی شي.

محسن داوړ په قامي اسمبلۍ کې دا خبرې پداسې وخت کړي چې د پښتون تحفظ مومنټ مشر منظور پشتین د ګرفتارۍ خلاف پایه تخت اسلام اباد کې احتجاج کوونکو د پي ټي ایم په ۲۳ نورو غړو باندې هم د غدارۍ مقدمې جوړې کړی شوي.

محسن داوړ وویل پاکستان کې پرامنه احتجاج کول او خپل حق غوښتل هم جرم دی. نوموړي زیاته کړه چې د ظلم خلاف اواز پورته کوونکي غدار ګرځولی کیږي.

د پاکستان یو شمېر سیاسي مشرانو، د بشري حقونو فعالینو او د بخښنې نړیوالې ادارې ایمنسټۍ انټرنیشنل د منظور پشتین او د پي ټي ایم نورو ۲۳ غړو د نیولو غندنه کړې او د حکومت نه یې غوښتنه کړې چې منظور پشتین او د هغه نور ملګري په سمدستي توګه باندې د کومو شرطونو بغیرخوشې کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG