لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ماهرین: د منظور پشتین او د محسن داوړ شناختي کارډونه بلاک کېدل غېر اییني فېصله ده


محسن داوړ
محسن داوړ

په خېبر پښتونخوا کې د قانوني چارو پوهان د ترهګرۍ ضد د سند صوبې د عدالت دا فېصله غېر اییني بولي چې د پښتون تحفظ مومنت پي ټي ايم مشر منظور پشتین او د پي ټي اېم ملاتړی او د قومي اسمبلۍ غړي محسن داوړ قومي شناختي کارډونه یې بلاک کړي او غوښتلي یې دي چې عدالت دې په خپله فېصله نظرثاني وکړي.

ماهرين وايي د سند عدالت د فېصلې نه د محسن داوړ او د منظور پشتین هغه بشري حقونه متاثره کېږي چې د پاکستان ايين دوی ته کړي دي۔

د پېښور هايي کورټ وکيل او د سپريم کورټ بار اېسوسي اېشن مشر اېډوکېټ لطيف اپريدۍ د عدالت د دغې پرېکړې په اړه وي او ای ډيوه ته وويل چې د شناختي کارډ د بلاک کولو دلارې د یو شهري په ازاده توګه د ژوند او حرکت حق واخیستل شي چې ايين يې ضمانت ورکوي.

په پېښور کې مېشت د خېبر پښتونخوا د داخله چارو پخواني سېکتر سيد اختر علي شاه وي او ای ډيوه ته وويل چې د نړۍ د نورو ملکونو په څېر پاکستان کې هم سيټېزن شپ اېکټ د خلکو د شهريت حقونه خوندي کوي او که چېرې د د يو تن شناختي کارډ بلاک کېږي نو پکارده چې د قانون مطابق ټول لوازمات پوره کړل شي۔

سید اخترعلي شاه وویل " د ترهګرۍ ضد چې کوم خاص قانون دې نو په دې کې باي خپل طريقه کار ورکړې دې، نو دا بيا په ځيني معاملو کې د فوجدارۍ په قانون اثر انداز کېږي نو په هغې کې هم دا دي چې يو تن کورټ نه خاضرېږي نو عدالت به صوبايي حکومت ته وليکي، نو بيا به د هغه علاقې پوليس سټېشن ته وويلې شي او سمن به ووشي، که سمن نه وي نو بيا به عدالت قابل ضمانت ورنټ جاري کې که هغه وو که بيا هم نه کېږي نو ناقابل ضمانت ورنټ جاري کړه او که بيا هم وو نه شي نو بيا مقدمه جاري ساته او مفرور يې وګرزوه"

قانوني چارو پوهان وايي چې محسن داوړ د قامي اسمبلۍ غړی دی او د هغه خلاف داسې ګام پورته کولو سره د هغه استحقاق مجروح کېدو ترڅنګ د هغه خلکو اواز هم بندول دي کومو چې پارليمان ته لېږلې دې۔

د پېښور هايي کورټ وکيل او د سپريم کورټ بار اېسوسي اېشن مشر اېډوکېټ لطيف اپريدۍ د عدالت د دغې پرېکړې په اړه وي او ای ډيوه ته وويل چې د يو تن شناختي کارډ بلاک کولو سره د هغه په ازاده توګه د ګرځېدو او ژوند کولو اييني او بشري حقونه ماتثره کېږي۔

لطیف اپریدۍ وايي " ائين پاکستان هر يو تن ته بنيادي حقونه ورکوي نو يو جج يا يو خاص عدالت هغه حقوق داسې نه شي اخېستلې چې هغه خبره د قانون برابره نه وي، دوئ دا حق لري چې شناختي کارډ ولري، تر کومه چې اعلان نه وي شوې چې دوئ مفروران شول نو تر هغې پورې داسې قدم اخېستل جائز نه و"

نوموړي زياته کړه که چرې د کراچۍ ترهګرۍ ضد عدالت په دغه احکاماتو نظرثاني و نه کړه نو د سپريم کورټ بار اېسوسي اېشن مشر په هېس به عدالت ته رجوع کوي۔

" نو که چرې عدالت دغه حکم جاري وساتلو نو مونږه بيا هر قسم کاروايي کولې شو، مونږه سپريم کورټ ته تللي شو مونږه هايي کورټ ته تللې شو هغه که د دوئ دواړو مسله ده او که نور هم څوک داسې وي چې د حق نه محرومه کړل شوي وي"

پي ټي اېم په شپږم دسمبر په کراچۍ کې جلسه کړې او بيا په اووم دسمبر د کراچۍ په سهراب ګوټ پوليس سټېشن کې د پي ټي اېم جلسې ته په وېنا کوونکو مقدمه درج کړی شوې۔

په مقدمه کې تور لګول شوی چې نامزد تنانو د رياستي ادارو، پوځ، رېنجرز او پوليس پرضد سپکه، د شر ډکه او ناوړه ژبه کارولې وه۔

د فرورۍ په ۱۹ مه په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد عدالت د دغې قضيي اورېدنې په مهال د منظور پشتين او د محسن داوړ د نيولو او د هغوئ د قومي شناختي کارډ بلاک کولو امر وکړو۔ عدالت په دغه ايف ايي ار کې د نورو نامزد تنانو د ګرفتارۍ احکامات هم جاري کړي۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG