منظور پښتین: که عدالتي ریمانډ ته مې ورکوي او که بدني ريمانډ ته خو زموږ دریځ به هغه وي
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين له اووه ورځني بدني ريمانډ وروسته عدالت ته وړاندې شوی او عدالت په جوډيشل ريمانډ زندان ته لېږلی. پښتین له عدالته بهر ویلي، غوښتنه یې د خپلو خلکو امن او ازادي ده، وایي په پولیس تاڼه کې سختي ورسره شوې خو دریځ به یې بدل نه شي. تفصیل د ارشد حسېن په رپوټ کې: