د پښتون ژغورنې غورځنګ ذمه وار کسان وایي، مشر یې منظور پښتین د پنجاب پولیسو تر نیولو وروسته د جهلم ضلعې په جېل کې بند کړی دی. د پاکستان د بشري حقونو کمیشن د پښتین نیول غندلي او د هغه د خوشي کېدو غوښتنه یې کړې ده.
پر ټولنیزو رسنیو هم ګڼ شمېر د بشري حقونو او سیاسي فعالانو، سیاستوالو او د پي ټي ایم غړو پر ضمانتونو برسېره د منظور پښتین نیول غندلي او وایي هغه تر اوسه نه کوم عدالت ته وړاندې شوی او نه یې په ضد کومه بله مقدمه ښکاره کړل شوې ده.
د جهلم ضلعې پولیسو تر اوسه د منظور پښتین د نیولو په اړه څه نه دي ویلي او نه هم پنجاب پولیسو پر خپله رسمي ایکس پاڼه د پښتین د نیول کېدو ذمه واري منلې، خو په کوم موټر کې چې هغه وړل شوی په ویډیو کې لیدل کېږي چې پر هغه "پنجاب پولیس" لیکل شوي دي.
د شفیق احمد ایډوکېټ په نوم یو وکیل پر ایکس د یو رپوټ عکس خپور کړی چې د تېر کال د دسمبر 21مه نېټه پرې لیکلې ده او د هغه په وینا د پنجاب د پولیسو د مشر رپوټ دی چې وایي د اسلام اباد هایکورټ ته یې وړاندې کړی وو او پکې ویل شوي چې د صوبې په هیڅ پولیس تاڼه کې د منظور پښتین خلاف درج مقدمه نه شته.
وي او اې ډیوه د دې رپوټ ازادانه تصدیق نه دی کړی، خو د پي ټي ایم یو ذمه وار تن دا کره رپوټ وباله. د پنجاب پولیسو هم د رپوټ عکس پر خپل ایکس نه دی خپور کړی.
د منظور پښتین په ضد په اسلام اباد کې څلور مقدمې درج شوې وې چې د درو مقدمو ضمانت یې مخکې شوی وو او د پاکستان د تحقیقاتي د مرکزي ادارې په وروستۍ مقدمه کې یې د پنجشنبې- زیارت په ورځ ضمانت وشو.
د پي ټي ایم یو مخکښ غړي او د منظور پښتین نیژدې ملګری ادریس پښتین وایي، د جنورۍ په څلورمه یې د مشر تر ضمانت وروسته د خوشي کېدو امر شوی وو، خو وایي پر دې باوجود هغه څلور ګنټې په زندان کې ساتل شوی وو.
ادریس پښتین وي او اې ډیوه ته وویل، د شپې ناوخته دوی د اډیاله جېل مخته د منظور پښتین د خوشي کېدو په انتظار وو، خو وایي هلته د پنجاب ګڼ شمېر پولیس را غوښتل شوي وو او کله چې پښتین له زندانه را و ووت پولیسو هغه سمدستي خپل موټر ته واچاوه او ناڅرګند ځای ته یې یووړ:
"موږ هلته له ذمه وارو کسانو پوښتنه وکړه چې لږ تر لږه موږ ته خو وارنټ را ښکاره کړئ، څه په کوئ چېرې یې وړئ، تاسو یې په کوم ایف ای آر کې وړئ، موږ ته هیڅ معلومات نه وو، نن سهار موږ ته معلومات راغلو چې مشر [منظور] په جهلم جېل کې دی".
د جنورۍ په څلورمه د شپې ناوخته چې هغه له اډیاله جېله خوشی کېده، د پي ټي ایم کسانو یې د هغه وخت ویډیو خپره کړې چې خپله پښتین پکې سم نه لیدل کېږي خو نعرې پکې اورېدل کېږي او یو تن پکې وایي "د پنجاب پولیسو دغه دی مشر منظور ګاډي ته وخېژاوه".
د پاکستان د بشري حقونو کمیشن د جمعې په ورځ د منظور پښتین د نیولو غندنه کړې او پر خپله رسمي ایکس [مخکینۍ ټویټر] پاڼه یې لیکلي چې د هغه په ضد د تورونو په بنیاد جوړو شوو مقدمو کې د هغه ضمانت شوی وو، خو وایي نه ده معلومه چې بیا په کومه مقدمه کې نیول شوی دی.
ایچ آر سي پي په یو لنډ بیان کې ویلي د پاکستان ریاست باید له پي ټي ایم سره سنجیده مذاکرات پیل کړي او د دوی قانوني ګیلې او غوښتنې پر ځای کړي:
"په مخالفو ږغونو باندې پرله پسې فشار اچول [په پاکستان کې] یو نوی معمول ګرځېدلی دی. ښاغلی پښتین خامخا باید بې له کوم شرطه خوشی شي او د هغه د اظهار او غونډو د ازادۍ حق پر ځای وساتل شي".
پښتون ژغورنې غورځنګ د جمعې په ورځ د جنوبي وزیرستان په مرکز واڼه کې لویه احتجاجي ولسي غونډه کړې، چې پکې د سیمې په زرګونو خلکو ګډون کړی دی.
په احتجاجي غونډه کې د منظور پښتین د نیول کېدو او په سیمه کې د ناامنۍ د وروستیو پېښو غندنه شوې ده. دوی غوښتنه کړې ده چې منظور پښتین دې ژر تر ژره خوشی کړل شي.
Forum