لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حاجي غالب: د پاکستان حکومت دې د پي ټي ایم سره خبرو ته کښېني

د پاکستان د ریاستونو او سرحدي چارو مرستیال مرکزي وزیر غالب خان وایي، د پښتون ژغورنې غورځنګ باید د خپلو غوښتنو لپاره د احتجاجونو پر ځای د خبرو اترو لاره خپله کړي.

له ډيوه رېډیو سره په مرکه کې ښاغلي غالب ویلي، د غورځنګ ډېری غوښتنې منل شوي چې پکې په قبایلي سیمو کې د ماینونو پاکول، د ډېرو جبري ورکو کسانو خوشي کول، د راو انوار نیول او د بې ځایه شویو کورنیو بیرته په خپلو سیمو کې ابادول شامل دي:

"د پاکستان حکومت او ادارې دي هم د هېواد د ساتنې او بقا په خاطر له پي ټي ایم سره خبرو ته کښېني، چې څه وشول هغه شوي دي، نور باید داسې ونه شي".

ښاغلي غالب وویل د پاکستان د مرکزي کابینې په راتلونکې غونډه کې به یو ځل بیا د منظور پښتین پر غوښتنو غور وشي او د پرمختګ جاج به یې واخیستل شي.

د حاجي غالب خان بشپړه مرکه په لاندیني لینک اورېدلای شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:08:14 0:00

This item is part of
XS
SM
MD
LG